هند نولس کلنو اسیام جام سیالیو اتلولي خپله کړه

خبریال وېبپاڼه / د هند د نولس کلنو لوبډلې د اسیا جام سیالیو په پای لوبه کې سریلانکا ته په نهه وېکټو ماتې ورکړه او د اتم ځل لپاره یې د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

د ۲۰۲۱ کال د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته د هند او سریلانکا لوبډلې وتلې وې.

د پای لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

لوبه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره شوه خو د باران له کبله لوبه ۳۸ اورونو ته راښکته شوه.

سریلانکا په ۳۸ اورونو کې د ۹ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره هند لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف کېښود.

د سریلانکا لپاره یوازې یاسرو رودریګو له ۱۹ ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې یو وېکټ هم واخیسته.

دا چې د باران له کبله اورونه کم شوي وو نو هند لوبډلې ته د ډي اېل قانون له مخې اورونه ۳۲ او هدف ۱۰۲ ته را کم شو.

هند د یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو د لوبې په ۲۲م اور کې هدف پوره کړ او سریلانکا نه یې په ۹ ویکټو د ۲۰۲۱کال د نولس کلنو اسیا جام اتلولي وګټله.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com