د افغانستان د ازادو سیالیو پیاوړی اتل احمد ولي هوتک جالبې څرګندونې کړي او وايي چې د نوموړي په ضد ځینې مافیا کړۍ شوي دي چې د ده د بدنامولو په کوښښ کې دي.
احمد ولي هوتک وایي یادې مافیا ډلې غواړي د افغانستان لاسته راوړنې له منځه یوسی او غواړي زما په حق کې خپل منافقت ترسره کړي.
احمد ولي هوتک دوه ورځې وړاندې له یوه اذربایجاني سیال سره سیالي وکړه او وې کولی شو چې هغه ته ماته ورکړي خو د ځينو خلکو نظرونه د دې لوبې په اړه منفي وه او داسې یې انګېرله چې احمد ولي هوتک یو جعلي لوبغاړی ده چې غواړي د خلکو په سترګو خاورې وشیندي او په دروغو او جعل سره له مقابل کس څخه لوبه وګټي.
احمد ولي هوتک . یو نوی پوست کړی چې خپل مینوال یې حیران کړل او په دې بوست کې یې غوښتي خپلو مینوالو ته د لوبڅار له منافقت او دروغجېي ادعا څخه خلک خبر کړي.
نوموړي د یوې ویډیو لینک په خپل پوست کې هم خپور کړی دی او ورسره زیاته کړې یې ده چې تاسې په دې ویډیو کې د سیالۍ ټول هغه اړخونه په ډېره ښکاره او وضاحت سره کتلی شئ چې له سیالۍ وروسته ماته دسیسه جوړه شي او غواړي چې زما په حق کې یوه ډېره ظالمانه پرېکړه وکړي.
احمد ولي هوتک وایي چې دا ځلي یې د دې اجازه چاته ورنه کړه چې د نوموړي په حق کې ظلم وکړی او هر ډول توطیه او منافقت یې افشا کړ.
نوموړي دا هم زیاته کړې چې د کلونو راهیسي ځینې کړې غواړي چې نوموړی بدنام او لاسته راوړنې یې بې ارزښته ثابتې کړي.
په همدې ډول احمد ولي هوتک لیکلي دي: د نیکمرغۍ له مخې دا ځلي هغه ټول منافقتونه په مستند کې ثبت شوي دي چې د ولس حق دی ترسو پوه شي.
لوبڅار په ټوله لوبه کې ځان ډېر عادي نیولی وي خو کله چې لوبه پای ته رسېږي نو لوبڅار له منافقت څخه کار اخلي او یوه ډېره جالبه او دروغجنه ادعا وکړي چې له نیکه مرغه دا ځلي په خپل پلان کې نه کامیابېږي او دسیسه یې شنډېږي.