خبریال وېبپاڼه – د پاکستان د استخباراتي ادارې (آې ایس آې) مشر جنرال فيض د طالبانو د ځینو مشرانو لکه مولوي يعقوب، دمذاکراتي ټيم دمشر شيخ عبدالحکیم ، ملامحمد حسن ،اميرخان متقي او ځینو نورو سره لیدلي او امر یې ورته کړی چې د ترکیې په غونډه کې به ګدون کوي.
د غونډې له برخه والو یوه یې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دا ځل تر بل هر وخت د پآکستان د استخباراتي شبکې مشر جنرال فیض جدي برېښېده او په ډاګه یې دا خبره کوله چې د امریکا د فشار له کبله چې پر پاکستان یې اچولی تاسو اړ یاست چې د ترکیې په غونډه کې به ګډون کوئ.
که څه هم طالب مشرتابه مخکي ويلي وو تر هغو چي په هيواد کي خارجي عسکر موجود وي دوی به په هيڅ غونډه کي شرکت ونکړي او دترکيي په غونډه کي ګډون خو يي بار بار رد کړی وو، خوکله چي طالب مشرانو د پاکستاني استخباراتو دمشر په خبرو کې جديت وليدلو نو سم دستي يي ومنله چي د ترکيي په غونډه کې به شرکت وکړو.
د کوټې شورا یوه غړي چې د پاکستان له استخباراتي مشر سره یې لیدلي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د جنرال فیض غوښتنه داوه چې ددې اونۍ تر پایه به طالبان رسمآ د ترکیې په غونډه کې د ګډون اعلان کوي.
د غونډې ګډون وال طالب مشر نه موږ پوښتنه وکړه چې تاسو څومره د جنرال فیض غوښتنې ته غاړه ږدئ؟
نوموړي وویل: «موږ او زموږ د ډېرو ملګروکورنۍ په پاکستان کې اوسو؛ دلته ژوند کوو نو د پاکستاني استخباراتو او بیا د دومره مشر چارواکي غوښتنه نه منل ناشوني دي؛ خو جنرال فیض په غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې ده؛ البته دا خبره یې واضحه کړه چې په غونډه کې پرېکړي منل او نه منل د طالب مشرانو کار دی چې د نړۍ غوښتنو ته غاړه ږدي کنه.»
د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض ملامحمد یعقوب اخوند ته ډاډ ورکړی چې نوموړی به هم د ترکیې غونډه کې د ګډون لپاره واستوي؛خو طالب مشرانو ملایعقوب ته ویلي چې تاسو هم داسي پټ پاتې شئ ځکه نظامي مسئولیت تر ډېره ستاسو په غاړه ده او تاسو سیاسيډګر ته مه راوزئ.
دطالب مشران وايي چې د ترکیې په غونډه کې به ګدون کوي خو ددوی په وینا چې کومې پرېکړي ته به غاړه نه ږدي؛ البته بل لورته په تېره روژه میاشت کې طالبانو د هیواد په بیلا بیلو بخو کې پراخ بریدونه وکړل چې په نړۍ واله کچه یې غبرګونونه را وپارول.
طالبان چې د پاکستان سره په اړیکو تورن دي؛ تر ډېره بریده خپلې پرېکړي پخپله نشي کولای او له دوی سره بیا بیا پاکستاني استخبارات مرسته کوي چې پرېکړي او له افغان حکومت سره چلند وکړي.