د ولسي جرګې ځیني ‌وکیلان د خپلو همکارانو جعلي‌ لاسلیکونه کوي

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان پارلمان ځیني ‌وکیلان د خپلو همکارانو په جعلي‌لاسلیکونو تورن شوي دي. دافغان پارلمان دریاست یوې لوړ رتبه سرچینې خبریال وېبپانې ته داسي ‌اسناد سپارلي چې په مټ یې د یو وزیر د استیضاح د لیست د زیاتولو په موخه پر یوه کاغذ د ځینونورو وکیلانو جعلي‌لاسلیکونه کړي‌ دي.‌

د پارلمان یو وکیل چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د پارلمان د وکیلانو په یوه واتسپ ګروپ کې دا موضوع غوغا جوړه کړې او ښايي ډېری وکیلان د  اکبر سلطانزاده خلاف د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې په عامه غونډه کې غږ اوچت کړي.‌خپلو دوو همکارانو هما احمدی او

دواړه هما احمدی او اکبر سلطان زاده په دې تورن شوي‌ دي ‌چې د ځینو وکیلانو لاس لیکونه یې په جعلي‌او د هغوی په نا خبري ‌سره کړي دي‌.

د پارلمان ریس ښاغلي رحماني ته یوې نېژدې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته هغه درې صفحې اسناد په اختیار کې ورکړل چې د هما احمدي ‌او اکبر سلطان زاده له لوري‌ پرې لاس لیکونه را غونډ شوي وو.

اسناد دا نه ښيي چې د کوم وزیر د استیضاح پلان نیول شوی وو؛ خو د پارلمان خیني‌ وکیلان وايي چې هما احمدي او اکبر سلطان زاده د فواید عامې له وزیر نجیب الله یمن سره شخصي ‌ستونزه لري ‌او هڅه کوي چې استیضاح یې کړي.‌

موږ هڅه وکړه چې د ستونزي ‌په اړه د فواید عامه وزارت د وزیر نجیب الله یمن غبرګون تر لاسه کړو؛ خو نوموړي‌ ځواب ونه وایه؛ موږ د اسناد درې سره صفحې د ټولګټو وزارت وزیر ته واستولې؛ خو بیا هم وزیر پټه خوله دی؛ که چېرته د یادې موضوع په تړاو ښاغلی نجیب الله یمن هم داسي پټه خوله پاتې شي موږ به د اسنادو ورقې خپرې کړو.‌

تر اوسه لا دقیقآ معلومه نه ده چې استیضاح په نیت را غونډ شوي لاسلیکونه به رښتیا د نجیب الله یمن په تړاو وي‌ که د کوم بل وزیر؛ خو درې میاشتې وړاندي  د فوایدعامه وزارت وزیر نجیب الله یمن د هما احمدي‌ ورور وروسته له هغه له دندې لیري ‌کړ چې په یوه ویډیو کې یې د ریشوت اخیستلو ښکاره هڅه کوله.‌

د وکیلانو په ګروپ کې اکثره وکیلانو پر هما احمدي او اکبر سلطان زاده تور پوري ‌کړی دی چې دوی شخصي ګټې پالي او تر ډېره بریده د ځینو وزیرانو د بلک میل کولو هڅه کوي.

تر اوسه پوري هما احمدي او ښاغلي‌ اکبر زاده د (۳۷) وکیلانو لاس لیکونه را غونډ کړي چې د ځینو نومونه یې بېرته په قلم ړنګ شوي‌ او ځیني نور یې پر خپلو لاسلیکونو منکر دي او وايي‌ چې دا هما احمدي پخپله کړي دي.‌

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com