خبریال ویبپاڼه – د لېمو اوبه تروې دي د سرکې پرخلاف بدن نه کمزوری کوي، بلکې بدن ته ځواک وربښي، معده او کولمې پیاوړې کوي .
که چېرې د لېمو اوبو ته لږ بوره او، اوبه ورزیاتې کړئ، نو د چاغښت ښه درملنه پرې کېدای شي .
لېمو تشې متیازې ډېروي، نو له دې امله د پښتورګو او مثانې په درملنه کې رغنده رول لوبوي.
د خولې ناړې زیاتوي، ځکه ناړې ضد عفوني دي، نو د خولې میکروبونه له منځه وړي.
د سر له پکوالي څخه مخنیوی کوي او وېښتان پیاوړي کوي.
د ساه ایستلو عمل آسانه کوي.
د حشراتو او څښېدونکو، لکه د غومبسې، لړم او افعي مار د زهرو درملنه په لېمو سره کېدای شي .
سپارښتنه :
د لاسونو د نرمېدو له پاره د لېمو له اوبو څخه ګټه واخلئ.
د یادونې وړ ده، چې د استعمال پورته یادې شوې تګلارې، ستاسو بشپړه درملنه نه شي کولای، بلکې په نسبي درملنه کې مو ونډه اخلي او دغه راز دې ټکي ته باید ښه پام وکړئ، چې ویټامین سي ته هېڅکله تودوخه مه ورکوئ، ځکه چې ویټامین سي د تودوخې په وړاندې مقاومت نه شي کولای او ژر تر ژره له منځه ځي.
ځینې کسان شته، چې لېمو په تود چای کې زبېښي او یا هم د پخلي له موادو سره یې دېګي ته ور اچوي، دا کار ده ته هېڅ ګټه نه شي رسولای، ځکه چې د لېمو ویټامین سي د تودوخې له امله له منځه ځي