راشد خان د ملي لوبډلې پياوړى سلو توپ اچوونکى دی، چې د نړۍ په هريو ليګ لوبېږي.
راشد خان اوس مهال په متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې دی. نوموړي هلته د پاکستان سوپر ليګ لوبو کې د لوبيدو په موخه تللى دی.
راشد خان ورسته تر هغې چې د هندوستان ليګ وځنډول شو، متحده عربي امارتو ته لاړو، او له هغه ځاى څخه بيا ترکيه ته په چکر لاړو، چې ترکيه څخه بيرته امارتو ته لاړو، او هلته اوس قرنطين دی.
راشد خان له تګ سره سم هلته په يو هوټل کې قرنطين دی، چې وخت ناوخته خپلې ځينې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.
تازه بيا راشد خان يوه ويډيو په خپل انسټګرم اکونټ خپره کړې ده، چې نوموړي د خپل قرنطين تيرول وخت ښودلى دی. په ويډيو کې ښکاري چې راشد خان په يوه خوا کې ورزش کوي او بل خواته په لفټپ کې ګوتې وهي او څه کار مخکې وړي.
راشد خان د ملي لوبډلې پياوړى ګوګلي سلو توپ اچوونکى دی، چى نوموړي غواړې راتلونكي شپږيز ليګ په خوست ولايت کې ترسره شي.
رحمن الله ګربز او راشد خان چې وړمه شپه په ټيک ټاک کې په ژوندۍ بڼه راغلى وو، او مينوالو سره يې دا زړه خبرې کولې.
رحمن الله ګربز چې ټيک ټاک په منځ کې له راشد خان نه پوښتنه وکړه، چې په خوست کې دى، زرګونه مينوال انتظار کوي او وايې چې ولې نه راځي؟
راشد خان په ځواب کې وويل: چې په ريښتيا هم په خوست او ننګرهار کې د کرکټ ډير زيات مينوال شته دي. کاش چې سږکال شپږيز ليګ په خوست يا ننګرهار کې ترسره شوى وو، چې ترڅو ډير مينوال لوبغالي ته راغلي وو.
راشد خان په دغه لايف کې وويل: چې دوه وختونه به هيڅکله هم هير نه شي، لومړى چې ويسټ انډيز خلاف يې اوه لوبغاړي وسوځول، دوهم چې په اى پي ایل کې په لومړۍ لوبه کې ولوبيدو، راشد خان په دغه لايف کې له رحمن الله ګربز سره په خوستۍ لهجه کې هم خبرې وکړي چې ډېرو مينوالو خوښۍ کړې دي.