خبریال ویبپاڼه – رحمن الله ګربز بالاخره د هغو مينوالو په ضد غږ پورت کړو، چې نوموړي ته ويلي وو، چې د ورور لپاره کمپاين کوي.
د رحمن الله ګربز ورور مسعود ګربز وړمه ورځ د قندهار غوره ليګ لوبو کې د ناصر کلب لوبډلي خلاف ښه توپوهنه وکړه، چې په 21 توپونو يې 63 چټکې منډي وکړې.
د نوموړي دغه لوبه د نورو افغانانو ترڅنګه د هغه مشر ورور رحمن الله ګربز هم وستايله، او په خپل فيسبوک پاڼه يې د هغه تصوير سره ټول معلومات خپاره کړي و.
نوموړي دغه پوسټ ته ګڼ شمير مينوالو منفي کمينټونه وکړل، او ورته ليکلي و، چې ته خپل ورور ته کمپاين کوې.
خو رحمن الله ګربز بيا ورسره موافق نه دی هغه وايې چې هر ځوان چې خپل استعداد وښیي، زه یې ملاتړ کوم، دغه پوسټ يو کمپاين نه، بلکې ځوانان د کرکټ لوبي ته هڅول دي، چې ترڅو دوى د افغانستان استازيتوب وکړي.
رحمن الله ګربز ليکلي، دا چي مسعود زما ورور دی، دا په دې مانا نه دی، چې زه ورور ته کمپاين کوم، ورور مې که وړتيا ولري، نو لومړی به يې تاسو تشويق کړئ، لکه زه مو چې تر نن ورځي تشويق کړى يم، که يې وړتيا نه درلوده هيڅكله به يې واسطه نه شم، زما هداف دا دى، چى ټول ځوانان تشويق کړم، چې ترڅو د افغانستان نمايندګي وکړي، زه مو خفه کړم، چى د وړکي ورور تشويق ته مو ميراثي نوم ورکړو،
له هيوادوالو څخه مو هيله ده، چې تنکي ځوانان وهڅوي تر څو زړونه پيدا کړي، او د افغانستان ښه استازيتوب وکړي.