خبریال ویبپاڼه – که تاسو خپلو خوړو ته تل پام ولرئ نو روغتیا به مو هم تل ښه وي
د بدن دفاعي ځواک (معافیتي) سیستم د ویښتانو د بیرته را ختو سبب ګرځي. مګر څنګه تاسو ته به یې په لاندې لیکنه کې روښانه کړو.
ساینسپوهانو په ډاګه کړې ده، چې یوه داسې نوې لار یې موندلې، چې په پایله کې د هغو کسانو، چې د ویښتانو د رژیدلو ستونځه او ناروِغي لري، مخه ونیسي.
د PLOS Biology ژورنال په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د (Spanish National Cancer Research Centre, CNIO) څیړونکو یو نوی میتود پیدا کړی دی، چې د ویښتانو د بیا زرغونیدو سبب ګرځي. د ډیرو څیړنو ورستو، کارپوهان دې نتیجې ته راغلل، چې د انسان دفاعي سیستم او د ویښتانو د بیا زرغونیدو تر منځ اړیکې شته. دوی ته دا ښکاره شوه، چې د ویښتانو په زرغونیدو کې ماکروفاژ(معافیتي حجرې) ترټولو مهم رول لوبوي. دا حجرې په عادي ډول په بدن کې په منظمو نسجونو(connective tissue) کې وي، چې اصلي دنده یې په بدن کې د بهرنیو مکروبونو رانیول او له منځه وړل دي. دوی د ډیرو څیړنو راورسته داسې یوې نتیجې ته راغلل، چې ماکروفاژ د پوستکې او ویښتانو هغه مورنۍ(Stem cell) فعالوي، چې په پایله کې یې د نوي ویښتانو او پوستکي د بیا جوړیدو سبب ګرځي. د یادونې وړه ده، چې دغه نوی میتود به د هغه ناروغانو لپاره، چې د پوستکي سرطان لري د بیا روغیدو، د پوستکي د نه زړیدو او د ویښتانو د بیازرغونیدو لپاره ډیر ګټور وي. څیړنکو په ډاګه کړې ده، چې ډیر ژر به بازار ته دغه درملونه وړاندې کړي.