خبریال ویب پاڼه: په نړۍ کې د کورونا ویروس په نامه راغلي افت د ژوند هره برخه او هره خوا یې له خپل منفي اغېزې لاندې راوستل چې بې شمېره انسانان یې د روغتیا، مالي او روحي له لحاظه وځپل.
هند د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د کورونا درېیمې څپې پکې خلک په یو لوی ناورین کښېنول او په یوه ورځ کې له ۳ لکو څخه زیات شمېر کسان په کورونا ویروس اخته او له ۲ زرو څخه ډېر مړه وي.
ای پي اېل یا د هند هیواد سوداګریزې لوبې د نړۍ په کچه یو له خورا لویو او مشهورو لیګونو څخه دی چې په نړۍ کې بې کچې مینوال لري خو له بده مرغه سږکال د پخوا په شان ای پي اېل رنګین نه وه.
کورونا ویروس په هند د نورو برخو تر څنګ ای پي اېل باندې هم خپله اغېره وکړه او د دې لپاره چې د لوبغاړو او لیدونکو ژوند له ګواښ سره مخ نشي نوموړی لیګ د نا معلومې نېټې لپاره و ځنډېد.
چې دا خبر د کرکټ او په ځانګړي توګه د ای پي اېل مېچونو لیدونکو ته دېر بد زېری وه خو اوس تاه ځینې هیوادونو د دې اعلان وکړ چې دوی چمتو دي د نوموړي لیګ پاتې میچونه په خپل هیواد کې ترسره کړي او د یاد لیک کوربه شي.
د سریلانکا کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ ته د دې وړاندیز کړی ده چې دوی غواړي د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل پاتې سیالیو کوربه توب په خپله غاړه واخلي.
ارجنا ډي سلوا له رسنیو ته وویل چې سره له دې چې عربی امارت د د دې لوبو لپاره به یو ښه ځای وي خو د سریلانکا هیواد کرکټ بورد هم په سبټیمیر میاشت کې د دې لوبو کوربه توب کولی شي.
ډی سلوا دا هم وویل چې دوی به د لنکا پریمئیر لیګ په جولای-اګست میاشتو کې د ډې لپاره ترسره کړي چې خپل لوبغالي او ټول امکانات د ای پی اېل لوبو ته چمتو کړي.
په همدې توګه د انګلستان هیواد کرکټ بورد هم هند ته د دې وړاندیز کړی دی چې د ای پي ایل پاتې سیالۍ دې په انګلستان کې ترسره کړي.
لیکنه: مریم صدیقي