خبريال وېبپاڼه
نوموړي وویل چې طالبانو په څو ولایتونو کې ماتې خوړولې ده او په وینا وضعیت نسبت تېرې اونۍ ته په ښه کېدو دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، تطره اونۍ د طالبانو لخوا د اوو ولایتونو د سقوط پلانونه ناکام شول.
ښاغلي محب نن شنبه په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: چې وسله والو طالبانو غوښتل په اووه ولایتونو کې ځینې سیمې سقوط کړي چې په وینا یې افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.
هغه وویل چې طالبانو په څو ولایتونو کې ماتې خوړلې ده او په وینا وضعیت نسبت تېرې اونۍ ته په ښه کېدو دی.
نوموړي زیاته کړه: “تیره اونۍ ډيره روښانه شول چې ډير یو لوی پلان یې لاره… په اوو ولایتونو کې بریدونه وکړل، غوښتل یې یو دوه ځایه سقوط کړي ویې لیدل چې خپل هدف ته ونه رسېدل، امنیتي ځواکونه له ټولو سیمو څخه د دفاع توان لري.”
هغه وویل چې طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو توان نلري او په وینا که چیري ځيني سیمې نیسي بیرته طالبانو ته د زیاتې ورګ ژوبلې په رسېدو ورڅخه نیول کیږي.
محب یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان د نورو په اشاره په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي او په خبره یې دغه ډله اوس له پاکستان سره خپلې اړیکې نه پټوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په هلمند، بغلان، کندهار، غزني، ارزګان، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء هم یاد کنفرانس ته وویل چې د تیرو څو ورځو راپدېخوا په هلمند، کندهار، بغلان، غزني او فراه کې د افغان ځواکونو بریدونو کې ۱۰۰۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په وروستیو جګړو کې خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.