خبريال – وېبپاڼه
د يو شهيد سرتېري بچيان د پلار سر ته ولاړ دي
افغانستان کې که د شهيدانو احصايه وشي؛ نو زياتره به يې د ملي اردو په ليکو کې شهيدان شوي وي، زموږ وطن کې داسې پېښې ډېرې شوې دي، چې دا يې تازه نمونه او مثال دی.
داسې په زرګونه کونډې او رنډې ترې پاتې شوي دي، پلارونو يې خپل سرونه پر وطن قربان کړل، خو بچيان به يې اوس در په در ګرځي او يوه نوړۍ ډوډۍ به په سوال غواړي.
ددې ماشومانو راتلونکی تبا شو، د سر سيوری ترې دې خونکارې جګړې واخېست، هغه ترې په ابدي سفر لاړه او دوی یې خالي لاسونه او تشې درګاه ته يوازې پرېښودل.
خو داسې هېڅ هم بيا نه را پيدا کېږي، چې پر سر يې لاس را خور کړي او روزنې ته يې مټې رابډ وهي.
برعکس يې حق خوري، دولت چې کومې مرستې بيا د وطن شهيدانو سره کوي، هغه کې هم ترې رشوت او بډې غواړي، ګنې نه يې ورکوي.
داسې قضيه ګانې هم شته دی، چې د شهيد سرتېري د شهادت پېسې باندې يې د کنډک قومندانان عش عشرت کوي او د شهيد سرتېري ګلالي ماشومان نهر، وچې شونډې او په وږي نس يو کور او بل کور ډبوي، چې خواړه ورته ورکړي.
پر واک ګدۍ ناست يې بېخي احوال هم نه اخلي، چې دی خو ددې هېواد يو اتل و، قرباني يې ورکړې، وينه یې توی کړې…
بس دا یتيمان به اوس خوار و زار ګرځي، د زړه ارمانونه به يې پوره نه شي او نه به يې پلار ډکې منګلې راشي.
جنګ بس کړئ!
عبدالرحمن ځلاند