دا بوټونه نابينا، بينا کوي

خبريال- وېب پاڼه

موږ په ورور وژنه کي د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې رسېدلي يوو، مګر نړۍ په ټيکنالوژۍ کې هره ورځ نوي نوي وسايل پنځوي او کشفوي.

موږ په چور تالان کې نوي نوي نوښتونه کوو، خو نړۍ برعکس مخکې روانه ده.

دلته موږ دې ته تکړه يوو، چې څنګه او څه شی دچا نه غلا کړو، څنګه يو کس ووژنو، څنګه یې پر مال او جايدات خېټه واچوو، څنګه د هېواد ملي شتمنې پټه کړو، څنګه د بل حق خپل وګڼو.
افغانان ټول په پورته ذکر شوو کارونو بوخت دي، نوی او د کار فکر نه کوي، د هېواد په ګټه تر کوره هم بهر نه وځي، خو که شخصي ګټه يې وي پکې، نو بیا اور ته هم وردانګي، ځکه چې جیب يې ډکېږي او یو څه يې لاس ته راځي.
موږ دبل رالېږلي وسايل هم بېرته نورو ته ډالۍ کوو، نوښت او اتبکار خو لرې خبره ده.

یوی اتریشي کمپنۍ د ړندو (نابینا) خلکو لپاره داسي بوټونه جوړ کړي دي چي ړوند شخص کولای شي، په مخکې موانع او خنډونه تر څلور مترۍ پوري تشخیص یا وګوري او خپله لاره ور څخه بدله کړي.

که دا بوټان دلته راغله؛ نو کس به يې وژل وي او بوټان به يې ترې وړي وي.

عبدالرحمن ځلاند

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com