خبريال- وېب پاڼه
د اسوشيټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې، چې په دوبۍ کې تر ټولو غټ، غټ اپارتمانونه د افغانستان جنګسالاران او سیاستوال اخلي ترڅو پکې خپلې ګټلې پېسې خوندي کړي.
په افغانستان کې روان جنګ او لوبه همدوغو بې ضميره جنګسالارانو ګرمه کړې، دوی پکې ډالرې اخلي او ولس يې په وينو لړلی.
خپل پچيان يې په دنګو ماڼيو او ښکلو بنګلو کې اوسېږي، په نړۍ واله کچه زده کړيز ماحول کې پر زده کړو بوخت دي، خو زموږ د ولس خوار او بېوزله وګړي هره ورځ د همدغو منافقانو او دوه مخو له لاسه وژل کېږي.
دوی يې څه کوي، زموږ پر سره باندې ميليونونه ډالرې راټولوي، په بهر کې پرې لوڅې او بربنډې جنکيانې ګډوي، شرابان ښه په نره څښي، هر ډول کار کوي، خو دلته به په افغانستان کې په دوه مخي توب کوي، ځان به درته فرښته جوړه کړي، تا به په ما وژني او ما به په تا.
دا دوه پاسپورټه خلک د دې وطن اصلي خرڅوونکي دي، زموږ د خولو نه يې اخلي او په لندن او دوبۍ کې پرې عش عشرت کوي.
دا جنګسالاران او سیاستوال ددې ځپل شوي ملت د ناموس او عزت دښمنان دي، دوی ډېر پست او بې وقوف مخلوق دی.
تاسې ټولو سره به پر يوه ورځ حساب کتاب کېږي، دا ولس که وځپل شو، ويجاړ شو، وران شو، ووژل شو، حق ترې واخېستل شو او هر ډول ظلم ور سره وشو، دې کې تاسې دوه پاسپورټه مستقيماً شريک ياست، ددې هرڅه ذمه وار تاسې ياست.
د يتيمو، بې وارثو، ناچارو او مظلمو حق حقوق وړئ او په بهر کې پرې دنګې مغازې جوړوئ، تاسې سره به الله ج هم حساب کوي، تاسې به يوه ورځ مردارېږئ، د رب مخې ته به ورځئ.
جنګ تاسې رهبري کوئ، جنګيالي تاسې روزئ، ملاتړ یې تاسې کوئ، افغان وژنه تاسې کوئ، ځکه ددې هر څه پر سر تاسې ته ډالرې را روانې دي، چې داسې مست، مست کېږئ.
رب مو په دنيا او اخیرت کې وشرموه!