خبريال- وېب پاڼه
تاسې او پنجابي طالبانو کې څه فرق دی، هغوی هم وطن چور کوي او تاسې هم.
اوس نو زموږ هېواد وال را جګ شوي او د مزدور طالب سره يوځای د وطن پوستې او مواد چور کوي، دا يو ملي خيانت دی، ولس او طالب دواړه لګياه دي، وطن چور کوي، پوستې ورانوي، دښمن خوشحالوي او وطنوال خفه کوي.
دا اوس کوم ډول ملي فکر او وطنپرستي شوه، چې طالب سره اوږه په اږوه جنګېږې او د وطن زلميان وژنئ او سامانونه يې چور او تالا کوئ.
افسوس ستاسو پر وطنپرستۍ او هېوادنۍ مينې!
رب مو وشرموه، خاينانو!
د يو څو روپیو لپاره ملي ګټې تر پخو لاندې کوئ او پنجاب رذيل حکومت خوشحالوئ.
اوس دې حکومت دغو خلکو ته د طالب په سترګه وګوري، د طالب او پنجابي پشان چلند دې ور سره وکړي، ځکه دوی وښوده چې موږ د دې وطن وګړي نه يوو!
ځکه يې داسې پست کار وکړ، له داسې خلکو نه هر ډول کارونو تمه کېږي.
وطن مور ده او څوک چې د کور سره داسې چلند کوي، هغوی بيا نه مسلمانان دي او نه انسانان.
دا لومړی ځل نه دی، چې موږ د داسې صحنو شاهدان یوو؛ بالکې له دې وړاندې هم داسې ډېرو افغانانو دا کار کړی دی.
وطنه ته مو مور يې وطنه ته مو مور!
دا شعر چې زه اوس لولم نو شرم راځي چې موږ اوس داسې وضعیت کې قرار لرو، چې وطنوال مو طالب سره يوځای کېږي او وطن ورانوي.
افسوس دې وي، ستاسو پر وجدانونو!