د ویب پاڼې ډیزاینر په خپل زوی د (HTML) نوم ایښی دی. په کورنۍ د نورو نومونه څه دي که خبر شوئ خندا به مو منع نه شي.
مور او پلار د خپلو ماشومانو لپاره ښکلي نومونه ګوري، مګر په فیلیپین کې یوې کورنۍ خپلو ماشومانو ته داسې ځانګړي نومونه ورکولو خورا عالي دود جوړ کړی چې تاسو به یې په اوریدو حیران شئ. د ډیلي سټار په وینا ، د کورنۍ غړي د خپلو ماشومانو نومونه د دوی د خوښې وړ سبزیجاتو ، خواړو او نورو ورته توکو وروسته نوموي. د دې کورنۍ څخه یو سړي پدې وروستیو کې خپل نوی زیږیدلی زوی باندې د HTML یانې (Hypertext Mark-up Language Rayo Pascual) نوم ایښی دی ځکه چې پلار یې پخپله د ویب پاڼې ډیزاینر دی او تاسو پوهیږئ چې HTML د ویب پاڼې د کوډ یوه ژبه ده. پدې توګه ، پلار خپل زوی د هغه د مسلک په نوم نومولی.
خپله د دې سړي (د HTML د پلار) مور او پلار پر ده او د ده په خور د دوی د خوښې د خواړو نومونه ایښي و. د ایچ ٹی ایم ایل پلار میکروني 85 او د هغه خور سپګیټي 88 نومولي و. د دوی نومونو سره تړل شوي شمیره د دوی زیږیدنې کال په ګوته کوي.
میکروني د خپلې کورنۍ پر دود خبرو کولو کې وویل: “لکه څنګه چې ما د خپل زوی نوم ایچ ټي ایم ایل HTML ایښی، زما خور سپګټي 88 د هغې دوو ماشومانو نومونه ” چیز پییمینټو Cheese Pimiento “او” پریمیسن چیز Parmesan Cheese ” ایښي دي. زما خور د دې دواړو شیانو خوړلو سره مینه لري ، نو هغې د خپلو ماشومانو نومونه هم زموږ د مور او پلار غوندې د خپلې خوښې د خواړو په نومونو نومولي دي. سپګیټي 88 په فېسبوک کې د هغې د وراره د زیږون د لمانځلو لپاره پوسټ کړی. دا چې دا مسله د نړۍ په پام کې نیسي او کله چې د رسنیو خلک دوی ته رسیدلي ، نو څرګنده شوه چې د داسې عجیب نوم درلودل د دې کورنۍ یو حیرانونکی دود دی.