خبریال ویبپاڼه – د هندي رسنۍ د راپور له مخې ، مشهور اداکار او سوپر ستار درمیندر په 1979م کال کې ادعا شوې وه چې اسلام یې قبول کړی و.
راپور ادعا کوي چې درمیندر مسلمان شوی و. درمیندر له پرکاش کور سره لومړنی واده کړی و خو هغه په اداکارې هیما مالیني مین شو. نو
درمیندرا نه غوښتل خپله مخکنۍ ښځه طلاقه کړي ، خو د هندو مذهب د ودونو د قانون له مخې هغه نشو کولی بیا واده وکړي.
په هندي میډیا کې داسې هم ویل شوي چې څنګه د درمیندر د دوهم واده په اړه هندوانو په هند کې ډیر لاریونونه کړي و چې دهرمیندر دې دوهم واده نه کوي. اداکار درمیندر له هیما مالیني سره د هغه د مینې اړیکې مشروع کولو لپاره د خپل مذهب بدلولو پرته بله چاره نه درلوده.
نو هغه اسلام قبول کړ. درمیندر خپل نوم دلاور خان کهول کرشن ته بدل کړ پداسې حال کې چې هیما خپل نوم عایشا بی آر چکرورټي ته بدل کړ او دواړو په 1980م کې واده وکړ.
د دوی له واده درې کاله وروسته ، ایشا دیول زیږیدلې او بیا د دوی دوهمه لور احنا زیږیدلې ده.
د یادونې وړ ده چې سني دیول او بوبي دیول د درمیندر د لومړنۍ ښځې زامن دي او ایشا دیول او آحنا د هیما مالیني لوراني دي.