ظفر ګوهر په PSL کې ‘بدترین’ بالر شو

ظفر ګوهر په PSL کې ‘بدترین’ بالر شو

د اسلام آباد یونایټډ ظفر ګوهر د پاکستان سوپر لیګ (PSL) کې تر ټولو بدترین بالر شو ، چې په یوه لوبه کې یې  65 منډې یې ور کړې دي.

د چهارشنبه په ورځ د اسلام آباد یونایټډ او پیښور زلمي ترمینځ لوبه یوه په زړه پوري لوبه وه چې اسلام آباد لومړی بیټینګ وکړ او 248 منډې یې جوړې کړې.  کپتان عثمان خواجه په 56 توپونو د 3 شپږیزو او 13 څلوریزو په مرسته 105 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د هدف په تعقیب کې ، د پیښور زلمي شعیب ملک او کامران اکمل عالي او جارحانه بیټینګ دغه لوبه په زړه پورې کړه .خو د دواړو لوبغاړو له سوځېدلو وروسته کوم لوبغاړي هم ونشوای کړای خپله لوبډله بریا ته ورسوي او د لوبې پای ته رسیدو سره د پاکستان سپر لیګ PSL په تاریخ کې ترټولو بدترینه بالینګ ریکارډ د ظفر ګوهر په نوم پاتې شو.

ظفر ګوهر په څلورو اوورونو کې 65 منډې ورکړې او هیڅ ویکټ یې ترلاسه نشو کړای پداسې حال کې چې تر دې مخکې په PSL کې د بدرترینه بالینګ کولو ریکارډ په کوټه کې د لاهور قلندرز د شاهین افریدي په نوم و چې د 2019 کال ایډیشن کې یې په څلور اورونو کې یې 62 منډې ورکړې وې.

_کراچۍ کېنګز لوبډلې په ۷ ویکېټو لاهور قلندرز لوبډلې ته زبردسته ماتې ورکړه_

_د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام تېر ماښام په ۲۷ مه لوبه کې کراچۍ کېنګز لوبډله له لاهور قلندرز لوبډلې سره مخ شوه چې په پایله کې کراچۍ کېنګز لوبډلې لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه._

_د لوبې په پیل کې پچه په خپله کراچۍ کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، کراچۍ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې وکړې._

_د کراچۍ کېنګز له لوري توپ وهنه کې بابر اعظم ۵۴ او مارټین ګپټیل ۴۳ تر نورو زیاتې منډې وکړې. د لاهور قلندرز له لوري توپ اچونه کې راشد خان تر نورو زیاتې دوه ویکیټې واخیستې._

_د کراچۍ کېنګز له لوري ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې لاهور قلندرز لوبډلې توپ وهنه پیل کړه خو د کراچۍ کېنګر له لوري ټاکل شوی هدف یې بشپړ نه شو کړای لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۶۹ منډې وکړې او کراچۍ لوبډلې ترې د ۷ ویکیټو په توپېر سیالۍ وګټله._

_د لاهور قلندرز لپاره توپ وهنه کې محمد حفیظ ۳۶ او تام ډوېډ تر نورو زیاتې ۳۴ منډې وکړې. د کراچۍ کېنګز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې محمد الیاس او نور احمد لکڼوال هر یوه دوه_دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com