راشد خان نن د خپلې مور په اړه لیکلي…

راشدخان نن د خپلې خدای بښلې مور بي بي په اړه لیکلي

افغان لوبغاړی راشدخان چې دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت دی، تازه یې د خپلې مور بي بي په اړه لیکنه کړې چې د راشد ترڅنګ مینه والو یې هم خپګان څرګند کړی، هغه لیکلي نن مې د مور بي بي لومړۍ کلیزه ده.

راشدخان لږ مخکې پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې ” نن زما د مور بي بي د مرګ لومړۍ کلیزه ده، مورې زما زړه اوس هم دا نه قبلوي چې ته له موږ سره نوره نه یې، زه تا یوه ورځ هم نه شم هیرولی، دا زما لپاره اسانه نه ده چې دا دردونه لرې کړم، خو زما په بریاو کې اوس هم زما د مور دعاوې دي”

راشدخان چې نن په نړیواله سطحه مشهور کرکټر دی هغه وایي زما د لاسته راوړنو او بریاو راز زما د مور دعاوې دي، خو هغه نن موږ سره نشته موږ هغې پسې خفه یوو خو د هغې دعاګانې موږ سره شته او تل به راسره وي.

راشدخان د افغان لوبډلې پیاوړی توپ اچوونکی دی، او په نړیواله سطحه یو مشهور او مصروف لوبغاړی دی ډیره موده په بهرنیو لیګونو کې مصروف وي او د افغانستان لپاره یو ځلیدوونکی ستوری دی.

دا هم ولولئ

_افغا نان دى چې ځليږي

_تيره شپه بل ځوان افغان لوىغاړى نور احمد لکڼوال لاهــور قلندر خلاف 4 اوره وکړل 19 منډي ي ورکړى او 2 مهمى ويکتى ى واخيستى.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com