خبریال ویب پاڼه: په هند کې راپورونه وايي چې د دې هیواد نامتو اداکاره شلیپا شیټي ټوله کورنۍ د کورونا ویروس په ناروغۍ اخته شوي دي.
شلیپا شيټي پر ټولنیزه رسنۍ کې یو پوست کړی ده او لیکلي یې دي چې ټوله کورنۍ یې په کورنا ویروس اخته شوې ده او کله چې دوی د کورونا معاینه کړې نو پایله یې هم مثبته راوتلې.شلپا شیټي په انستاګرام کې لیکلي دي( تېرې لس ورځې یې د دې او کورنۍ لپاره ډېرې ستونزمنې وې )
شلپا په ټولنیزو رسنیو کې د دې خبر په خبرولو کې داسې لیکلي دي: کله مو چې د کورونا ټيسټ وکړ نو لومړی مې د خواښې، خسر او ورپسې مې د مور،ماشومانو او خاوند معایناتو پایله مثبت وه .
د شلیپا په وینا د کورنۍ هر وکړئ یې په جلا جلا کوټو کې قرنطین دي او د ډاکټرانو په لار ښوونو باندې عمل کوي تر څو د دوی ژوند ته راغلی ګواښ له منځه لاړ شي.
د شلیپا د کورنۍ دوه نور غړی هم په کورونا ویروس اخته وو چې هغوی په روغتون کې تر درملنې لاندې وو او ښه شول. شلپا شیټي په خپل پوست کې د خپلو هیوادوالو او مینوالو څخه مننه کړې ده چې په دعا ګانو کې یې یاد ساتلې.
شلیپا شیټي په ۱۹۷۵ کال کې د هند په منګلور ښار کې زېږېدلې چې اوس محال د ۴۵ کالو عمر لري او په ۲۰۰۹ کال کې یې د راج کوندرا سره واده وکړ چې دوه ماشومان لري.
هغه فلم چې شلیپا شیټي یې شهرت ته ورسوله د اتش فلم وه او د نوموړې ټول فلمونه د هند په سینما کې ۴۰ ته رسېږي. شلیپا شیټي د هند په سینما کې یو له هغو اداکانو څخه ده چې د ځانګړي شهرت درلودونکې ده خو د نوموړې اوس د هند په سینما کې رول کمرنګه شوی ده او یوازې په ټيک ټاک کې یې فعالیت د یادولو وړ ده.
هند کې ورځ تر بلې د کورونا ویروس لوی ناورین جوړ کړی او په منځني ډول هره ورځ د دې هیواد ۲۰۰ څخه ډېر وکړي مړي چې څو ورځې وړاند د هند د روغتیا برخې کارکونکي او ډآکټرانو په دې هیواد کې د اکسیجن د کمښت اعلان هم کړی وه.
لیکنه: مریم صدیقي