د دوو همجنس پرستو میرمنو ماشومان څنګه زېږولي؟

په انګلستان کې دوه همجنس پرستو میرمنو یوازې 13 ورځې سربیره ماشومانو ته زیږون ورکړ. د میل آنلاین په وینا میرمنې جورجیا او بیکي اشفورډ سندرغاړې دي، د برتانیا د ښار برسټول اوسیدونکې دي. هغوی د فېسبوک له لارې د یوه سړي سره اړیکه نیولې وه چې دوی ته یې نطفه عطیه کړې وه. او د دې له لارې دواړه یوځای حامله شوې او اوس دوی د 13 ورځو وقفې وروسته ماشومان زیږولي دي. او د دوی اړیکه اوس داسې شوې لکه دوه مورانې چې یو ځای اوسېږي.

هغوی له بیکي څخه زیږیدلي ماشوم ته د “ویلو” نوم انتخاب کړ. چې د 2021 کال د اپریل په 11 مه پیدا شوی و.  او له ګورجیا څخه زېږېدلي ماشوم ته د ” ووډي” نوم غور کړ چې د اپریل په 24 مه زیږیدلی و. بیکي او جورجیا وویل: “دوی لومړی د یو سړي څخه نطفه واخیستله، مګر هیڅ یوه یې حامله نه شوه. بیا دوی د نطفې د نوي ډونر په لټه کې شول او د فیسبوک له لارې یې ورسره په اړیکه کې شول. دوی دواړو غوښتل چې امیندوارې شي او یوځای ماشومان ولري. چې په دې عمل د دوی دواړو د کورنۍ د غړو لخوا غندل شوې وې، مګر بیا هم دوی هڅه کولو ته دوام ورکړ او په نهایت کې بریالۍ شوې. اوس دوی دواړه ماشومانو ته شیدې ورکوي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com