د سوځلي لپاره د غاښونو د کریمونو په زیانونو خبر یاست؟

خبریال ویب پاڼه – که تاسو هم په سوځیدونکي زخم د غاښونو کریم لګوئ نو د دې زیانونو باندې پوه شئ چې تاسو ته تراوسه مالوم نه دي.

ډیری وختونه کله چې میرمنې په پخلنځی کې کار کړي د دوی لاسونه سوځي او سمدلاسه د کورنۍ غړي ورته وايي چې په سوځیدو کې د غاښونو کریم ولګوئ چې د دوی په اند سوځیدونکی ټپ به ژر روغ شي او د سوځیدو هیڅ نښه به پاتې نشي.

دا لارښوونه یو عام ترکیب دی چې دلته د ماشومانو او لویانو لخوا یوشان کارول کیږي، مګر موږ هیڅکله پدې اړه فکر نه کوو چې ولې دا کارول کیږي. یا کومه ګټه لري که نه؟ د دې په اړه دریسرچ فار انټرنیشنل برنر سوسایټي وايي چې:

“هیڅکله په سوځیدو کې د غاښونو کریم مه کاروئ او په ځانګړي توګه د مخ او غاړه په سوځیدو باندې هیڅکله د غاښونو کریم مه کاروئ. اصلي لامل دا دی چې د غاښونو کریم فلاویونایډ لري چې د پوستکي حجرې له دننه څخه وژني. د ډیډ سکین یانې د مړه پوستکي وجه هم همدا د غاښونو کریم دي.”

ولې داسې کوئ؟

په حقیقت کې، د غاښونو کریم لګول تاسو ته سوړ احساس در کوي او د میتانول او مینټول ملکیتونو له امله چې د غاښونو په کریمونو کې اضافه کیږي او سوځیدل شوی ځای سړوي، نو د دې له وجې موږ ظاهرا د هوساینې احساس کوو.  مګر دوی د پوټکي طبقو ته هم زیان رسوي چې زموږ په وینه او اعصابو کې دخیل دي. له همدې امله ، سوځیدل شوی ځای باندې د غاښونو کریم کارول خورا خطرناکه پروسه ده.

نو موږ خو هروخت د سوځیدو په حالت کې د غاښونو کریم کاروو که چیرته دا همدومره زیان لري نو د دې معادل څه شی شته؟ چې د سوځلي لپاره یې په لومړۍ مرحله کې وکاروو ځکه چې د سوځیدو له وجې سوند او درد د زغم نه وي.

د سوځلي لپاره کورنۍ لارښوونه:

* د ناریل تیلو کې مالګه شامله کړئ او په سوځیدلي پوټکي باندې لږ څه ولګوئ او خلاص یې پریږدئ.

* له دې وروسته کله چې وچ شي، کورکمن او پودینه سره ګډه کړئ او ښه یې وټکوئ، هغه مخلوط په زخم لګولو سره به زخم هم ژر روغ شي او پوټکي ته به زیان هم ونه رسیږي.

د سوځلي لپاره کورنۍ ترکیب څنګه جوړ کړو؟

* د پودینې 5 څخه تر 6 پاڼو پورې په دوه چمچو اوبه په یو بلینډر یا وکلۍ کې واچوئ او د یو لویه چمچۍ کورکمن ورګډ کړئ.

٭ بیا دا جوړه شوې دوایي په سوځلي باندې ولګوئ.

* ستاسو زخم به ژر روغ شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com