د کعبې شریفي د غلاف پورته کولو پروسه به نن ترسره شي.
د کعبې غلاف به له ښکته درې متره پورته کولو پروسه به نن وشي.
د مسجد الحرام د ادارې په وینا د کعبې شریفي غلاف به له ښکته څخه درې متره پورته برخه کې د سپین کاټن کالی ور واغوندي. چې د دې پلن والی به تقریبا دوه متره وي.
په کال کې دوه ځله د کعبې شریفي غلاف پورته کولو پروسه له کلونو راهیسې روانه ده، او په یو ډول دا د دود یوه برخه ګرځیدلې، نو ځکه هر کال په کعبه شریفه باندې دا عمل ترسره کیږي.
دا باید په یاد ولرو چې د کعبې شریفي غلاف پورته کولو لپاره ځانګړي ټیمونه شتون لري ، په کوم کې چې له 50 څخه ډیر کارپوهان دا دنده سرته رسوي، په داسې حال کې چې د دې پروسې لپاره یو ځانګړی زینه هم ځانګړې شوې ده.
نن به د کعبې شریفي غلاف تر دری مترو پورې لوړ شي. د حرم د ادارې په وینا، هر کال د حج نه مخکې دا عمل ترسره کېږي. د احتیاطي تدبیر په توګه، د کعبې شریفي غلاف به له لاندې څخه درې متره پورته شي ، له لاندې درې مترو څخه د سپینو پوښاک ټوټې به نصب شي. د 50 څخه زیاتو کارپوهانو ځانګړې ډلې په واسطه به دا کار ترسره کړي، د دې سپین پوښاک پلن والی به شاوخوا دوه متره پراخه وي، د کعبې شاوخوا به د سپین کالي پوښاک نصب شي.