له خپلې میرمن سره بیا د واده کولو د هندي اتباع جالبه کیسه

په سرکاري ریکارډ کې بیا ژوندی اعلان شوی کس له خپلې میرمن سره بیا د واده کولو پلان لري. هغه څنګه؟

که تاسو د بالي فلم کاغذ لیدلی وي نو تاسو به د دې فلم اصلي کرکټر او د اعظم ګڑھ له مبارک پور څخه لال بهاري مریتک له شخصیت  څخه انکار ونه کړئ.

د بالیوډ فلم کاغذ د لال بهاري مریتک د ریښتیني ژوند په مبني کیسه ده چې هغه وخت سرلیکونه جوړ کړي ول، کله چې هغه په حکومتي ریکارډونو کې د مړ اعلان کیدو وروسته د ځان ثابتولو لپاره اوږده قانوني مبارزه کوله.

مریتک په قانوني ډول د جون په 30 مه په 1994 م کال کې د هغه یو ځل بیا ژوندی ثابت کړی و.

د هندي میډیا راپور له مخې لال بهاري د عوایدو ریکارډونو کې د مور او پلار تر مرګ وروست په ماشومتوب کې پداسې حال کې چې ژوندی و د خپلوانو په سازش مړ لیکل شوی و چې وروسته د هغه میراث د هغه د خپلوانو لخوا غصب شوی و.

لال بهاري چې د مریتک په نوم هم یادېږي د دې لپاره 18 کلنو کې ځان یې په کاغذ کې ژوندی ثابت کړی و.

په هرصورت ډیری کلونه وروسته مریتک یوځل بیا د خبر سر ټکی شوی او دا ځل د هغه د شهرت لامل دا نه دی چې هغه مړ دی یا ژوندی شوی، بلکې د هغه ​​خپله 56 کلنه میرمن کرامي دیوي سره بیا د واده کولو پلان دی.

هندي رسنیو سره په خبرو کې مریتک وویل چې د رسمي ریکارډونو له مخې ، هغه 27 کاله وړاندې یو ځل بیا زیږیدلی و او واده به یې په راتلونکې کال 2022 کې بیا ترسره شي.

لال بهاري وویل هغه اوس مهال د حکومت په جساب لا 28 کلن دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com