د ټوخي څخه د خلاصون لارې او چارې
په عامو خلکو کې د ټوخي نزله، زکام او تبې ناروغۍ په ډېرېدو دي. ټوخي په دوه ډوله دي، یو وچ ټوخي او بل د بلغم ټوخي دي.
وچ ټوخی اکثرا د تنفسي ناروغیو وروسته رامینځته کیږي، لکه زکام او فلو ، په ستوني کې د بلغم نشتوالي له امله ، په دې حالت کې ستونی د ټوخي په مخنیوي کې پاتې راځي.
ماهرین وايي چې وچ ټوخي ناروغي معمولا پخپله سهي کېږي، مګر که دا اوږدمهاله شي، نو دا په بدن د نورو نښو اثر هم کوي لکه سالنډۍ، د سینې سختی، په تکلیف سره تنفس کول او د ستوني درد.
د ماهرینو په وینا ګرمې اوبه څښل، یا د ټوخي شربت کارول کولی شي د وچ ټوخي نارړغۍ څخه راحت درکوي.
د ټوخي نور ډولونه هم دي. داسې ټوخي ته د سينې ټوخي هم ویل کیږي. دا ټوخی د بلغم سره راځي. دا ټوخی معمولا د انتاناتو له امله رامینځته کیږي.
دا د ټوخي درملو لکه د ټوخي شربت څاڅکي ، د سينې مالش او درد وژونکي درمل څخه هم راحته کیږي ، او ناروغ ممکن انټي بیوټیکونو ته اړتیا ولري که چیرې باکتریاوي ناروغي د ټوخي لامل شي.