خبریال ویب پاڼه – مهاراشټرا: د هندوستان په ځینو برخو کې عام پایېږي او خوړل کېږي چرګې په بشپړ ډول تورې او په زړه پورې دي، او جالب دا چې د دې غوښه هم توره ده.
په یوه نړیواله مجله کې د خپاره شوي راپور له مخې دا ډول چرګې د کرک ناتھ په نوم یادیږي او په هند کې د “کالي ماسۍ” په نامه هم یادیږي پداسې حال کې چې دا (چرګان) د هند په ډیری برخو کې شهرت لري او دا په شوق سره خوړل کیږي.
په زړه پوری خبره دا چې که څه هم د غوښې تور رنګ عجیب ښکاري خو دا د پخلي کولو وروسته بدله کیږي.
له بله پلوه ، د دې چرګ پښې ، سر ، پوټکي او ټولې برخی په بشپړه توګه تورې دي او ویل کیږي چې د کرک ناتھ غوښه د نورو چرګو د غوښو څخه ډیر مغذي مواد لري او خورا طاقت منده وي.
کالي ماسي لومړی په مالیزیا ، د هند په مدیش پردیش جهنوا ولسوالۍ کې مشهور و او ورو ورو یې د هند ډیری برخو کې فارمونه تاسیس شوي او اوس دا په چټکۍ سره په تامل ناډو ، اندرا پردیش او مهاراشٹرا کې هم عام پیدا کېږي.
تغذیه کونکي ادعا کوي چې دا د نورو چرګانو په پرتله کم غوړ او د کولیسټرول کچه کمه لري ، له همدې امله د دې غوښې پلور د نورو په پرتله ګران بیه ده.
د راپورونو له مخې د هندوستان په ډیری برخو کې د ژوندي چرګانو قیمت 850 روپۍ او د غوښې قیمت له 1،000 څخه تر 1،200 روپیو پورې دی ، چې پدې توګه د عادي چرګانو په پرتله درې چنده ډیر دی.
کالی ماسي ګران بیه دی ځکه چې د دې په پاللو او را لویېدو لپاره ډیر وخت نیسي پداسې حال کې چې یو عام چرګ په 45 ورځو کې چمتو کیږي او کرک ناتھ چرګان د وده کولو لپاره 8 میاشتې وخت نیسي.
کارپوهان وايي چې ځینې عکسونه ښیې چې د دې نسل چرګانو د هګیو او وینې رنګ هم تور دي کوم چې یو غلطه خبره دی . د هند څخه بهر دې ته ورته تور رنګه چرګان په اسانۍ سره نه پیدا کېږي. مګر په چین کې د ‘سیلکیز’ په نوم چرګان چې رانجو ته ورته رنګ لري او غوښه یې هم ورته رنګه ده شتون لري.