تازه خبر ! طالبانو اوربند ومانه

خبریال وېبپاڼههم دا شېبه خبریال وېبپاڼې ته طالب سرچینو تاید کړه چې د کوټې شورا پرېکړه کړې چې د اختر درې ورځې به اوربند وي.

د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې اوربند دم ګړی یوازي‌د اختر د دریو ورځو لپاره اعلان شوی؛ خو داسينښې نښانې شته چې ښايي وغځېږي.

د اوربند پرېکړه طالبانو په داسي‌وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د نظام د سقوط وروسته په لمړي خل جنګ جګړې د انتها حالت ته رسېدلې دي.

طالبانو تر اوسه پوري رسمآ د اوربند پرېکړه نه ده اعلان کړې او احتمال دی چې زاتلونکو دوو ورځو کې رسما اعلان وکړي.

دې اوربند کې هم د تېرو اختر د اوربند په څېر طالبانو ته حق نه دی ورکړل شوی چې ښاري سیمو ته لاړ شي او یا په ښاري سمو کې شته وګړي د طالبانو سیمو ته سفر وکړي.

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ځیني‌طالب مشران به د اوربند پر مهال راڅرند او د ولس او خلکو سره وویني.

د کوټې د شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دې اوربند کې به د نورو ټولو اوربندونو برخلاف طالب مشران خیني‌غونډې وکړي‌ او هم دا راز به امنیتيسرتېرو ته د تسلیمیو او د هغوی د خوندي توب ډاډ هم ورکړي.

دا چې پرېکړه تازه ده نو لا هم افغان حکومت په دې تړاو څه نه دي‌ویلي؛ خو افغان حکومت همېشه د طالبانو د نیک ګام په بدل کې ورته اقدام کړی وی.

د اوربند پرېکړه په داسيحال کې مخ ته راغله چې سبا ته د اوربند د کولو په نیت د حمامد کرزي او عبدالله عبدالله په مشري یو لوړرتبه پلاوی قطر ته ځي؛ د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړ او همداراز محمد اشرف غني په دوه ورځني سفر تاشکند ته روان شوی دی.

دا اوربند که څه هم اختریز اوبرند دی؛ خو بیا هم خلک ورته خوشحاله دي او د پراخې مرګ ژوبلي د مخنیوي سبب ګرزي.   

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com