د بالیووډ د اداکارې شردها کپور د واټس اپ چیټ لیک شوی

د بالیووډ د اداکارې شردها کپور د واټس اپ چیټ لیک شوی

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ، شردها کپور په دې ورځو کې په ممبۍ کې د یوه فلم په شوټینګ بوخته ده او کله چې د شوټینګ وروسته له سیٹ څخه بهر شوه ، هغې په لاس کې موبایل تلیفون درلود او په واټس اپ کې یې له چا سره خبرې کولې.

کله چې هغه له سیټ څخه بهره شوه ، هلته عکس اخیستونکو د هغې عکسونه واخیستل او د هغې د واټس اپ چیټ عکسونه یې هم واخیستل.

عکس اخیستونکو وروسته د شردها واټس اپ چیټ لیک کړ او عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو خپاره کړل.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Manav Manglani (@manav.manglani)

راپورونه وايي چې د افشا شوي چیٹ له مخې ، اداکارې د خپل نږدې ملګري سره شخصي خبرې کولې. له هغه خلکو سره چې هغې خبرې کولې د هغې د نوم پرځای د زړه راښکونکي ایموجیز څخه جوړ شوي و.

د اداکارې د چیټ لیک د هغې د مینه والو لخوا سختې نیوکې شوې او ځینې یې ادعا کړې چې چیټ ایډیټ شوی په (فوټوشاپ) کې مګر تر دې دمه دا رد یا تایید شوی نه دی.

د شردها کپور مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې د چیټ عکسونو پوسټ کولو له امله په عکس اخیستونکو کلکه نیوکه وکړه ، او دا یې د هغې په شخصي ژوند کې لاسوهنه وبلله.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com