خبریال ویب پاڼه: د عبدالسمیع فیضي او باز محمد مبارز ترمنځ په فیسبوک پوسټونو کې ځینې خبرې روانې دي چې دواړو پکې یو بل ته د بې احترامۍ الفاظ کارولي دي او خبره تر دې حده راورسېده چې عبدالسمیع فیضی باز محمد مبارز ته د سیالۍ کولو چلینج ورکړ.
دا خبره وروسته تر دې راپیدا شوه چې باز محمد مبارز په خپل یو فیسبوک پوسټ کې عبدالسمیع فیضي ته د یوه ماشوم لقب ورکړ او لیکل شوي وه چې:په سوک وهنې او لغتې وهلو سره څوک سیالۍ نه شي ګټلی.او بیا یې سمیع فیضي داسې په غوږ وهلی و چې د بې احترامۍ الفاظو سره یې د ماشوم لقب ورکړ.
عبدالسمیع فیضي هم د مبارز د خبرو په مقابل کې چپ کښې نه ناست او د مبارز د خبرو ځواب یې داسې ورکړ: دا چې زما او ستا د د سویې حد څومره ده دا خو یوه ښکاره خبره او له همدې ځایه ټولو ته ښکاري نو د همدې لپاره ځان له ماسره مه برابر کوه، زما او ستا د سیالۍ ترمنځ د ځمکې او اسمان توپیر شتون لری.
عبدالسمیع فیضي مبارز ته بل پېغور هم ورکړ او ورزیاته یې کړهو هغه نولس کلن لوبغاړی چې ته د کوما تر حده ورسولې هغه زما د شاګرد سره د لوبې کولو توان نه لري.
له دې مخکې سمیع فیضي له مبارز سره د لوبو کولو انکار کړی و او ویلي چې وه:زه هېڅ د دې لیوالتیا نه لرم له مبارز په شان دروغجن او درغلي کوونکي سره سیالي وکړم ځکه مبارز زما د سیالۍ وړ نه ده.
سمیع فیضي وویل که چېرې څوک ډېرې غټې غټې خبرې کوی نو رادې شي له ماسره دې په سیالۍ کولو کې خپل زور وازمایي او زه چمتو یم چې مبارز سره له همدې ځایه د لوبې کولو چلینج ورکم هغه که د هر څومره روپیو په بدله وي خو زما قبوله ده.
عبدالسمیع فیضي او باز محمد مبارز دواړه د افغانستان د ازادو سیالو هغه ستوري دی چې په افغانستان دننه او بهر ګڼ شمېر مینوال لري او خلک یې په لیوالتیا سره د لوبو لیدلو په هیله وي.
دا چې د دوی ترمنځ به کوم لوبغاړۍ سوله وکړی او یا هم د دوی دا خبرې به په ریښتیا هم د یوې چلینجي لوبې لامل شي لا روښانه نه ده.