څنګه کولای شو چي کټوره مطالعه وکړو؟

خبریال وېبپاڼه / هر شخص که نارینه وي او که ښځینه غواړي چي په کمه موده کي ډیره کټوره مطالعه وکړي او ډیر څه زده کړي او زده کړي شیان يي په ذهن کې تر ډیري مودي پاتې شي،

نو مونږ دلته هغه لاري چاري درته ښاییو کوم چي مونږ کولي شوو کټوره مطالع ترسره کړو، څه هم د ګټورې مطالعې لپاره بېلابېلې لارې شته او د هرچا د مطالعې میتود فرق کوي.

لومړي: د دې لپاره چې کټوره تاثیرناکه او په غوره توګه مطالعه ترسره کړو او هر هغه څه چې موږ يې مطالعه کوو بايد يو څه ترې حاصل او لاسته راوړو نو د ددي لپاره مونږ بايد د شپې وخته ويده او سهار وختي له خوبه اوچت شو،
او باید په شپه ورځ کې اته ساعته خوب بايد وکړو.

دوهم: د کټوري او اعیزناکي مطالعي لپاره دوهم اصول مخکې له خوبه مطالعه کول دي، که چیري مخکې له خوبه مطالعه وکړو نو تا له تاسو سره مرسته کوي تر څو هر هغه څه چې تاسې مخکې له خوب څخه مطالعه کړي ،ژر بېرته په ياد کې راوګرځوئ.

دریم: د اعیزناکې مطالعي لپاره دریم اصول هغه د فضا او چاپيريال برابرول دي، کله کله د مطالعې کولو په حالت د تلويزون راديو او فضايي شورماشور زموږ فکر له مطالعې څخه بلې خوا ته اړوي،

چې په دې ډول سره موږ هېڅکله هم سمه او غوره مطالعه نشو کولای؛ نو د ښې او غوره مطالعې لپاره موږ باید په يوه ارامه او خاموشه چاپیریال د مطالعه کولو لپاره غوره کړو.

څلورم: د اعیزناکي او کټوري مطالعي لپاره سهار کې مطالعه کول ډیر ښه وي، که چيري وغواړي چې په ښه ډول سره مطالعه وکړئ نو د سها وخته پاڅېدل او مطالعه کول يې ښه او اغېزمنه لاره ده، ځکه د سهار مطالعه يعني د ټولي هفتې مطالعه ځکه سهار وختي د انسان دماغ تازه وي او کولای شي په ښه ډول سره حفظ وکړي.

پنځم: هر کله چي غواړي چي کټوره مطالعه ترسره کړي نو د بېړې يا ژر زده کړې څخه باید ډډه شي
هر کله چې مطالعه کوئ؛ نو بايد په ارامه دماغو سره مطالعه وکړئ، د موضوع څخه هدف واخلئ، پر موخه يي ځان پوه کړئ، له ژر ويلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه په بېړې او ژر ويلو سره نشئ کولای د موضوع په هدف ځان پوه کړئ.

دا هغه ځیني لاري او اصول وه کوم چي يي ده دي پواسطه مونږ کولي شو اعیزمنه او کټوره مطالعه ترسره کړو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com