په لاهور کې شرمناکه پېښه څنګه نړۍ واله شوه؟

د څورلس اګست د پاکستان د ازادي په ورځ په لاهور مینارپاکستان کې د ډېری انجونو سره زیاتی شوی دی. چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو لخوا غبرګونونه راپورته شوي او دا ثابته شوې ده چې پاکستان اوس مهال د هیچا لپاره خوندي نه دی.

همداسې یوه پېښه چې د 14 اګست په ورځ چې پاکستان یې د خپلواکي په توګه لمانځي په یوې ښځه په اقبال پارک مینارپاکستان کې 400 کسانو ج.نسي ت.ېری کړی دی. چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو غبرګونونه راپارولي دي چې پاکستان د هیچا لپاره خوندي ځای نه دی.

خو په هغه ورځ یو بله پېښه چې په یوه رکشه کې دوه نجونې او یوه وړه انجلۍ د منارپاکستان خوا کې روانې وي چې په دې حالت کې ډېری هلکان د نجونو تعقیب پیل کوي غیر اخلاقي اشارې ورته کوي او نازیبا برید په نجونو کوي او تښتي. چې وروسته د پولیسو لخوا د هغوی په خلاف د غیرې ضمانتي احکامو قیصه درج کوي.

د مینار پاکستان پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د یوې بلې پیښې ویډیو خپره شوې چې پکې یو ځوان په لویه لاره کې ​ په یوه نجلۍ چې په چنګچي رکشا کې سپره وه ځوان رکشا ور ټوپ کوي او له انجلۍ څخه مچو اخلي او تښتي.

له بلې خوا پولیس د ملزمانو په پېژندلو کې هر ډول هڅې روانې کړې دي تر څو ملزمان وپېژني او د قانون منګلو ته راکش کړي.

په پاکستان کې د ښځو سره زیاتی کومه نوې خبره نده یو څو میاشتې مخکې په موټروی روډ د یوې پاکستاني میرمن سره چې سیالکوټ ته په لاره کې موټر تیل ورتمام کړي و د تیلو په تمه وه چې د څلور کسانو لخوا پرې ج.نسي ت.ېری وشو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com