خبریال ډاټ کام
ایا فحشې مقدسي دي؟
خبریال وېباڼه – په ټولو مخلوقاتو کې چې پاک زړه لرونکې موجود دی هغه پېغلې انجونې دي، دوی فکر کوي چې ځمکه لکه نوی ځوان شوی زړه له هر فساده پاک ده، په همدې باور د دوی د ورکې آقراء وشي، دا نو بیا دداسې ورکې شروع ده چې آن شېرین پلارجان، ساا مورکۍ لاهم لمن ترې راونغاړي، اخخخ دا درد او باور یې بیا دعمر لپاره په داسې صحرا وګرځوي چې یوازې دخپل باور بد نوم یې تر غاړې وي.
هی نه شاباس چې داد دوکې (فرېب)دام دډېر بې رحمه انسانانو په لاس کې ده، دوی دخپل هوس لپاره دهر موجود ژوند اخلي، دا انسانان سادیستان دي دوی د انسان له زورولو خوند اخلي، دوی له باور ماتولو خوند اخلي، هوښیااااااااار اوسئ هر فاحشه یو وخت معصومه انجلۍ وه، دمورکۍ د زړه ټوټه وه، دپلار دزړه تکیه وه، خو دریغه چې دې معصومې فاحشې دمینې او جان په نوم زخم وخوړ بیایې بیخي یوازې کړه، آن خدای ته یې له ویر (فریاد) څخه هم منع کړه.
هوو دا فاحشه چې زموږ سترګو ته د نړۍ بد انسان ښکاري دا یو وخت لورکۍ وه، دا ډېره په زحمت ستره شوې ده، ودې ته یوې مور کلونه شپې سبا کړې دي، یو نامرد انسان د دوستۍ په نوم یو انسان دبربادۍ قندې ته واچوی هغه اوس دجبري او زموږ دناخوښ ژوند تېرولو لپاره دبدن غړي خرڅوي.
راځئ دفاحشان جرړې وباسو دا انجونې چې په وړو کوټو کې خپل ځان خرڅوي دا فاحشې نه دي، بلکې دا مجبوري دي دوی یوازې شوي دي بل هیڅ کولای نشي؛
اې ادمیانو! تاسو څنګه مخلوقات یاست تاسو نه پوهېږئ چې هر انسان تر خوړو هم ډېره تنده عزت ته لري، نو بیا تاسو څنګه دا خبره کوی چې یوه انجلۍ دې له هوسه فاحشه شي؟
بیا نو ولې ړوند قضاوت کوی چې پر مجبور مخلوق دومره ظالمانه نوم ږدۍ بیایې ددې نوم په تور له هر انساني دوده باسئ.
تاسو څومره ظلم کوی له چم څخه یو هلک او انجلۍ فرار کوي تاسو انجلۍ ته دفاحشې نوم ورکوی، خو هلک ته هیڅ نه وایاست ولې؟ خو دواړو یو ډول عمل ترسره کړی.
خو فاحشان څوک دي؟
فاحشان هغه څوک دې چې دې معصومو پېغلوټو ته په یو او بل نوم دوکه ورکوي بیا ځان ترې راټول کړي، هغه معصومه پېغله دعمر لپاره دیو ناپایان سمندر په مخه ورکړي، همدا ځوانان په ساده اصطلاح دا زنکبازان فاحشان دي، دوی قاتلان دي، دوی سادیستان دي د دوی بخښل له بشریت او له معصوم پېغلتوب سره ظلم دی، پردې فریبکارو او وحشي صفته ځوانانو باید شپږ ځله دمحکمې څټک ووهل شي چې اندامونه یې په جادو کې وځړول شي.
هوو فاحشې مقدسي دي دوی د جانان په نوم دوکه شوې دخدای حضور ته به هم ارځي شي چې زه ستا انسانانو دوکه کړم، مخکې تردې چې زه پوشم، بیادې نورو انسانانو بدنامه کړم، بیادې نورو انسانانو وپلورم، نورو رانیولم، نورو وځورولم، نورو خپله لمبه راباندې یخه کړه.
اې ربه ګناهګار څوک ده؟؟؟
فاحش څوک ده؟؟؟
مقدس څوک ده؟؟؟
هغه وحشي انسان مقدس دي چې یو پېغلتوب یې برباد کړ، یوه لور یې بې مور او بې پلاره کړه؟؟؟
که یوه انجلۍ چې له مجبورۍ ځان خرڅوي هغه مقدسه ده؟؟؟
ووایه ستا دې په خپله لویي قسم وي ربه مقدس څوک دی؟؟؟
خدای عادل ده او دخدای سخت نیول دي، دهغو انسانانو له حال څخه فنا غواړو چاچې دخدای انسان ازار کړی ده.
دخدای نوم قهر دی، خو دا قهر یې هغه وخت پاریږي چې دخدای له مخلوق سره زیاتی وشي، ولاااا چې دخپل سااکښ انتقام اخلي.
الله ته پته چې زړه باندې یې څه تیریږي
کوزه چې ماته شي نو کړنګ یې تر کولاله رسي.
خدای دانسان معمار ده، او تر ټولو ښایسته مخلوق یې په کائیناتو کې ښځه جوړه کړې ده، خو چې یو څوک دعمر لپاره دا ښایسته مخلوق لالهاند کړي، بیا نو رب!!!!!! امممم هیڅ رحم نه کوي.
که وویل شي چې مینه دې نه کوي، داد انسان خودي عمل نه ده، مینه ګناه هم نه ده، خو په مینه کې فرېب لویه ګناه ده.
“کامران ننګ”