د کورونا پر وړاندې مبارزې کې د سوشانت په نوم کمپاین

د بالیووډ نړۍ ځوانيمرګ اداکار سوشانت سنګ خور شویتا په دې راورستیو کې د دې لپاره چې له کورونا ویروس سره یې د مبارزې په برخه کې ونډه اخیستي وي نو د خپل ورور سوشانت سنګ له ټولو مینوالو څخه یې د دې هیله وکړه چې له هغه سره د ماسک جوړولو او وېسلو په کمپاین کې ګډون وکړي.

وروسته له دې چې د سوشانت سنګ خور د دې کمپاین اعلان وکړ نو ډېر خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې د ځوانیمرګ سوشانت سنګ مینوال وو د هغه په نوم یې په خپلو کورونو کې د ماسک جوړولو ویډیو ګانې خپرې شوې.

د (SSR)تر نامه لاندې د دې کمپاین په لړۍ کې یوه ویډیو خپره شوې او په هغه کې دا ښودل شوي  چې  د سوشانت سنګ راجپوت مینوال پکې له ټوکرونو نه ماسکونه جوړوي.

په لندن کې د سوشانت سنګ دوه مینوالې ښځې چې ویډیو یې خپره شوې ده ښودل کېږي چې له وړو ټوټو ټوکرونو څخه ماسکونه جوړوي او د دې هڅه کوي تر څو خپلو هیوادوالو دا ښکاره کړي چې له کورونا ویروس سره به مبارزه کوي.

په یوه بله ویډیو کې دا ښکاري چې یوه ۸۸ کلنه میرمن په دې کمپاین کې ګډون کړی او د سوشانت په یاد کې یې خلکو ته ماسکونه جوړ کړي.

د دې کمپاین موخه دا ښودل شوې چې د سشانت مینوال (۱۰۰۰) ماسکونه چمتو او وروسته یې په ښارونو او بازارونو کې په عامه خلکو ووېشي. چې ډېر به یې پر هټیوال، سبزي پلورنکي او هغه کسان د ورځیني کارونو لپاره دې ته اړ دي چې له کور څخه بهر ووځي.

د ویډیو له خپرولو سره د سوشانت سنګ خور شویتا د دې یادونه کړې چې خلک په ډېرې مینې سره د د ې کمپاین د بریالي کیدو لپاره هڅه  کوي.

سوشانت سینګ د هندۍ سینما یا بالیووډ یو له نامتو او پېژندل شویو څېرو څخه و چې د ژور خپګان له وجې یې په خپل کور کې د ۲۰۲۰/۶/۱۴ نېټې ځان وژنه وکړه. د سوشانت په مړینې کې د لاس لرلو په تور څو ځلي د هند سینما نور اداکاران چې په هغه کې د سوشانت سنګ کوژدنه هم تر څېړنې لاندې ونیول شول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com