د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ټیسټ لوبه به چېرته ترسره شي؟

دا لومړۍ ځل دی چې د اسټرالیا هیواد د افغانستان سره د ټیسټ سیالۍ  کوربه توب کوي.چې ټاکل شوې ده دا مهمه لوبه به د د نوامبر میاشتې په ۲۷ نېټه پيل شي او د ډسمبر تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ لوبه به د اسټرالیا په د ټسمانیا ایالت هوبارټ ښار کې او په بلنډ سټون ارینا کې ترسره شي چې د دې لوبغاي بل نوم  بیلیروي اوول ده.

د بلنډ سټون په نوم  لوبغالي ودانۍ  په ۱۹۱۴ کال کې جوړه  شوې ده چې په یوه وخت کې د ۱۵ زره کسان ځای لري.

په بلنډ ستون کرکټ لوبغالي کې لومړۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ په ۱۹۸۹ کال ترسره شوه او وروستۍ ټېسټ لوبه بیا د اسټرالیا او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوه.

له ټېیسټ لوبو هخوا بیا د کرکټ وروستۍ نړیواله لوبه چې د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ  وه په ۲۰۲۰ کال کې د مارچ په ۲۰مه نېټه  وشوه.

د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ دا یوازینۍ او مهمه ټېسټ لوبه د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې ترسره کېدونکې وه خو له بده مرغه نړۍ کې د کورونا په نوم یو لوی افت راتلو سره د اقتصادي، ټولنیزو اړیکو او نورې هرې برخې اغېزمنې کړې چې په دې کې د سپورت او کرکټ لوبې وځنډېدلې او یا هم هېڅ ترسره نشوې.

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې ویلي چې له افغانستان سره د ټیسټ لوبې کول دوی ته د انګستان لوبډلې سره د د ټيسټ لوبو کولو چې د ډسمبر په ۸ به وي چمتوالی شي.

د کرکټ د مینوالو په وینا که چېرته د افغانستان په کرکټ بورد کې سم مدریت شتون درلود نو دا ډېره لوی چانس وه چې افغانستان دې له اسټرالیا سره یوه ورځینۍ او ټيسټ لوبه هم درسره کړي چې دا ټول د کرکټ بورد په ادراه کې د بې کفایتۍ له امله ده.

سره له دې چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبو وخت ټاکل شوی ده خو تراوسه د کرکټ بورد لخوا د دې تاریخي لوبې لپاره لوبډله نه ده اعلان شوې چې د کرکټ مینوالو د غبرګونونو لامل شوی ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com