د افغانستان کرکټ لوبډلي د شل اوریزو لوبو د بریا فیصدۍ څومره دی؟

خبریال ویبپاڼه – د افغانستان ملي لوبډله چې په شل اوريزو لوبو کې غښتلې لوبډله ده، د شل اوريزو لوبه ګټلو فيصدي کې ترټولو لوبډلو څخه مخکې ده.

د کرکټ مشهور ويب پاڼې کريک ټرکر يو انځور خپور کړى ده، چى نړي هيوادونو د ګټي فيصدي پکې ښودل شوې ده، چې په دغه فيصدي کې افغانستان په لومړى سره کې دی.

دغه ويب پاڼې ويلي دي، چې دغه فيصدي هغه هيوادونه دي، چې ورستى پنځوس شل اوريزي لوبي ترسره کړې دي، په دغه ليست کې افغانستان په سر کې دی او زياتى لوبي ګټلې دي، افغانستان په ۶۹،۵ فيصدي سره د ليست په سر کې دی.

د هندوستان لوبډله ۶۱،۹ فيصدي سره دوهم، پاکستان د ۶۱،۱ فيصدي سره دريمه، جنوبي افريقا ۶۴،۹ فيصدي سره څلورمه، او استراليا ۵۲،۲۰ فيصدي سره په پنځه ځاى کې دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځينې لوبغاړو هم په شل اوريزو درجه بندۍ کې په لس غوره لوبغاړو کې دى، راشد خان په شل اوريزو کې د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې دوهم ځاى لري، او محمد نبي د الراونډرونو په ليسټ په لومړى سره کې ځاى لري.

د افغانستان ملي لوبډلي پياوړى سلو توپ اچونکى راشد خان يوځل بيا د نړۍ په مشرانو غږ وکړو، چى نور دې په سيمه کې سوله راولي.

راشد خان دغه غږ د فلسطين لپاره پورته کړى ده، او نړۍ په ټولو مشرانو يې غږ کړى ده، چى په سيمه کې دې سوله راولي.

راشد خان په خپله رسمى ټويټر اکونټ باندې يو ټويټ کړى ده، او پکې ليکلي دي، چې زه سياستوال نه يم، خو د نړۍ په مشرانو غږ کوم، چى په سيمه کې آرامي او سوله راولي.

نوموړى وايي، چې زه په جنګ کې لوى شوى يم، او زه په دې ښه پوهيږم چې په جنګ کې ماشومان په کوم حالت کې يي، نوموړي ليکلي، چې زه نور نشم زغملى، چې هر ورځ په افغانستان او فلسطین کې ماشومان وژل کېږي. مونږ بايد هغه څه لپاره ودريږو، چې هغه سم وي.

د يادولو وړ ده، چې راشد خان وړاندې هم د افغانستان او فلسطين په اړه يو ټويټ کړى و، او ويلي و چې په فلسطين او افغانستان کې هر ورځ سلګونه ماشومان وژل کيږي.

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلي ترڅنګ د نړيوال په هر يو ليګ کى لوبيږي، چې اوس په نړۍ کې هم ډير زيات مينوال لري

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com