خبریال ویبپاڼه – د بالیوډ وتلي اداکار رنبیر کپور د عالیه بټ سره د مینې اړیکه پدې ورځو کې ډېره توده ده چې د خلکو ادعا وه دوی به ډېر ژر یو له بل سره واده وکړي، خو اوس هغه د لومړي ځل لپاره د واده نه کولو لامل څرګند کړ.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ، د بالیووډ اداکار رنبیر کپور ویلي وو چې هغه د شل کلنۍ په عمر کې د واده کولو په اړه فکر کاوه مګر ملګرو یې ورته وویل چې له دې کولو څخه ډډه وکړي. هغه د د ‘جواني هوی دیوانی’ فلم ټریلر له پيلېدو وروسته د واده او اولاد درلودو په اړه فکر وکړ. خو کله چې هغه د خپل ملګري فلم جوړوونکي ایان مکرجي ته په دې اړه وویل ، ایان هغه ته مشوره ورکړه چې واده ونه کړي.
ایان مکرجي اداکار رنبیر کپور ته وویل، “همدا اوس موږ په داسې یوه نقطه کې یوو چېرته چې موږ باید د واده په اړه ډیر فکر ونه کړو. یو ځل چې موږ مینه وکړو ، بیا موږ واده کوو او بیا موږ ماشومان لرو. دا طبیعي پروسه ده.” رنبیر کپور له ایان مکرجي څخه مننه وکړه چې هغه ته یې د سمې مشورې ورکړه. او رنبیر کپور وویل ، “ما د واده کولو په اړه جدي فکر کاوه او پریکړه مې کړې وه چې همدا اوس واده وکړم. دا ایان وو چې ماته یې د واده نه کولو مشوره راکړه او ما هم د ده خبره ومنله.
د رنبیر کپور په وینا ، ایان وویل؛ “تاسو یوازې خپل کیریر پیل کړی ، تاسو باید همدا اوس خپل ژوند وکړئ ، وروسته واده وکړئ.” مخکې رنبیر او عالیه د واده کولو فیصله کړې وه خو د دوی واده په هندوستان کې د کورونا ویروس د خپریدو له امله ځنډول شوی و.