خبریال ویبپاڼه – د بالیوډ میګا سټار امیتاب بچن د 31 کروړو روپیو په ارزښت اپارتمانونه اخیستي ، پداسې حال کې چې سني لیون په مارچ کې په ورته کمپلیکس کې په 16 کروړو هندي روپیو اپارتمان اخیستی و.
د راپورونو له مخې امیتاب بچن د ممبۍ په پوش سیمه کې د ډپلیکس اپارتمان اخیستی چې 5184 مربع فټ ساحه لري په داسې حال کې چې د دې اپارتمان قیمت په هر مربع فوټ 60 زره هندي روپۍ دی. دا اپارتمان د ممبۍ په ایک پوش سیمه کې په 27 او 28م منزل کې واقع دی. چې ټول په 31 کروړه هندي روپۍ اخستل شوی دی. په داسې حال کې چې امیتاب بچن هم په اپارتمان کې د ټاپې محصول په توګه 62 لکه هندي روپۍ جمع کړي دي.
د دې اپارتمان سره ، دوی ته د شپږ موټرو لپاره پارکینګ هم ورکړل شوی پداسې حال کې چې پروژه د اداکارې سني لیون او نورو اداکارانو لپاره اپارتمانونه هم لري.
په یاد ولرئ چې امیتاب بچن په ممبۍ کې پنځه بنګلې لري ، پشمول د ‘جلسا’.
د بالیووډ د بادشاه امیتاب بچن د ملکیت جزیات روښانه شوي دي
میګا ستوري امیتاب بچن، چې د بالیووډ په صنعت کې مشهور نوم لري ، د خپل بالیووډ شتمنیو په اړه جزییات لري او د فلم له نړۍ بهر یې ډیر ملکیتونه هم لري.
د توضیحاتو له مخې، د بالیووډ په انډسټري کې یو پیژندل شوی نوم چې د فلم نړۍ ته یې نوي ژوند ورکړی او په ډېری بریالي فلمونو کې یې د هیرو رول لوبولی، امیتاب بچن د بالیووډ یو وتلی ستوری دی او همدارنګه د هندوستان مخکښ شخصیت دی. د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې یې په ممبۍ کې د دوه فلیټونو سره یو کور اخیستی، چې ویل کیږي د 31 کروړو هندي روپیو ارزښت لري.
هغه د ممبۍ ساحلي سیمه جوهو کې څو ملکیتونه لري، چې هم ترې ګټه ترې اخیستل کیږي، چې ځینې یې دلته ذکر کیږي. سربیره پردې په جوهو کې د امیتاب بچن بنگله ‘جلسه’ هم شته ، چې په 10125 مربع فوټ کې موقیت لري او امیتابچن او د هغه کورنۍ په ورته بنګله کې اوسیږي.
اداکار امیتاب بچن په 2013 کال کې د خپل کور شاته د 8000 مربع مترو جلا ملکیت اخیستی و چې ارزښت یې له 50 کروړ هندي روپو څخه ډیر دی.