خبریال ویبپاڼه – د سیاست پوهانو په ګډون ، د فیشن صنعت او د شوبز شخصیتونو ، په الوتکه کې سفر کول او دا سفر خوندي ګڼل کیږي ، مګر ځینې وختونه داسې پیښې شتون لري چې د یو فرد ژوندي پاتې کیدل د معجزې څخه کم نه وي. لاندې ورته تجربې دي چې پخپله د نړۍ شهرت یافته خلکو لخوا بیان شوي چې پخپله د الوتکې حادثاتو کې هسې خدای ژغورلي دي.
جینیفر اینسټن
ښکلې امریکایی اداکاره جینیفر انیستون د ملګرو په لړیو کې د ریچل ګرین په رول لوبیدو له امله شهرت ترلاسه کړ. 52 کلنه اداکاره د خپلې سالګرې لمانځلو لپاره د میکسیکو کابو سیمې ته پر لاره وه چې هغه هسې خدای ژغورلې وه. هغې د خپل ژوند ویرونکې تجربې اړوند وویل چې الوتکه د ښکته کېدو په حالت کې وه چې یوه زور داره چاودنه وشوه. او هغه دا احساس کاوو چې له ګړنګ نه ښکته په لوېدو ده.
جیسن موموا
جیسن موموا یو زړه راښکونکی شخصیت دی چې د اکووا مین او گیم آف تورنونو په څیر پروژې رامینځته کړې ، هغه هم د داسې ویرونکې صحنې څخه ژوندی راوتلی چې هسې خدای ژغورلی و. په 2019م کال کې اداکار جیسن په الوتکه کې د سفر په مهال په الوتکه کې اور لګېدلی و. وروسته د میډیا راپورونه ادعا کوي چې د الوتکې انجن سوځیدلی او پیلوټ اړ شوی و چې په پام سپرینګز نړیوال هوایی ډګر کې بیړنۍ ناسته وکړي.
بارک اوباما
بارک اوباما د متحده ایالاتو د 44 م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې ، او د هغه ژوند له سیاسي خنډونو او بریا له کیسو څخه ډک دی. 59 کلن بارک اوباما ، په 2008 کال کې په یوه هوایی سفر کې و ، کله چې د هغه الوتکه په هوایی ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې وه. وروسته مالومه شوه چې د الوتکې د انجن د خرابېدو له امله یې بیړڼۍ ناسته کړې وه.
اشټن کوچر
د رنچ ستوری اشټون کوچر د سپریډ فلم د پریمیر لپاره نیویارک ته په سفر و کله چې د هغه الوتکه هم بېړنۍ ناسته کړې وه. 43 کلن سپرسټار د خپل ژوند ترټولو خرابه تجربه داسې تکرار کړه ، ویې ویل کله چې په 2009 کې له هغه سره بدترینه پېښه منځته راغلې وه نو هغه د ټولنیزې شبکې په سایټ ټویټر باندې لیکلي و چې د هغه الوتکه بیړنۍ ناسته وکړه ځکه چې انجن یې ګرم شوی و.
توریس بارکر
توریس بارکر له اوږدې مودې راهیسې د کورټني کارداشیان سره د اړیکو له امله په خبرونو کې و. بلینک 182 ډرمر هم د الوتکې جدي حادثې سره مخ شوی و چې د هغه له وجې یې 11 اونۍ په روغتون کې تیر کړې وې. د خپل ستونزمن او دردناک وخت په اړه خبرو کې، 45 کلن ډرمر وویل: “ما داسې احساس کاوه چې زه په دوزخ کې وم.