ولې د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو د پرمختګ مخه نيسي؟

خبريال- وېبپاڼه

د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پرېکړې سره په هېواد کې د محصلانو غبرګون.

په هېواد کې ټولو محصلان د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره ناخوښ دي، دوی وايي چې موږ په يو نوم او بل نوم د زده کړو څخه وروسته پاتې کوي، چې زموږ پر سرنوشت او اینده ژوند لوی ظلم دی.

تېر کال مو هم د زده کړو ډېره برخه په هوايي شکل وويله، چې نه راته درسي مواد رسېدل او پر ليکه تدريس کېده.

درې سمستره مو همداسې ولوستل چې اوس موږ حضوري درسونو کې خورا زياتې ستونزې لرو، ځکه زاړه درسونه مو نه دي ويلي او نويو کې موږ مشکلات لرو.

ګڼشمېر زده کړيالانو پر ټولنيزو رسنيو کې پر لوړو زده کړو وزارت توندې نيوکې کړې، چې دا ځل موږ په هېڅ صورت په تحصیلي دوره کې ځنډ او خنډ نه غواړ.

دوی زياتوي: کله مو راته کورونا مخ ته کړي، کله ګواښونه او کله ګرمي او يخني، چې دې سره يې موږ بېسواده کړو.

محصلان وايي چې په تېر کال کې يې موږ باندې د شپږو میاشتو سمستر په یو مياشت کې ولوست، چې دا موږ سره ظلم او زیاتی دی.

موږ په تشو کاغذونو څه کوو، چې څه مو زده نه وي، سبا چې فارغ شوو، نو بيا وایي چې تاسې نالایقه یاست، نه پوهېږئ، خو دا هرڅه د همدوی دلاسه.

واسطه موږ نه لرو، پېسې موږ نه لرو، درسونه راباندې تاسې ځنډوئ.

د خصوصي پوهنتونونو محصلان وايي چې موږ په غريبۍ کې د پوهنتون فيس برابر کړو، لوږې تندې تېرې کړو، خو دوی مو پر حق داسې ملنډې وهي.

د دوی خپل زامن په بهرنيو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي، زموږ له جيبه يې وباسي او دوی ته يې ورکوي.

دوی وايي دا پرېکړه دې بېرته واخلي، ګنې موږ به پر لاريونونو شروع وکړو او خپل حق به وغواړو.
نيمه دوره په کورونا، نيمه په رخصتيو، نيمه په تهديداتو او پاتې په اوسنۍ پرېکړه، چې نتيجه کې به موږ بېسواده فارغ شوو.

لیکنه: عبدالرحمن ځلاند

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com