د پاکستان سوپر لیګ کې نن بیا د راشد خان لوبه ده
د پاکستان تجارتي لیګ پي ایس ایل شپږم پړاو د کرونا له امله ځنډیدلې سیالۍ د پاکستان پرځای په متحده عربی اماراتو کې د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې د پاکستاني لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ یو شمیر مخکښ لوبغاړي هم پکې برخوال دي.
په یاد تجارتي لیګ کې تر دې دمه ۱۹، لوبې ترسره شوي چې نن د جون میاشتې په دیارلسمه نېټه د افغان لوبغاړو په شتون کې دوه مهمې سیالۍ ترسره کیږي.
لومړۍ سیالۍ د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډله د اسلام آباد لوبډلۍ سره د افغانستان په وخت نن مازدیګر پنځه نیمې بجې ترسره کوي.
دوهمه سیالۍ د رحمان الله ګربز اړوند ملتان سلطان لوبډله د حضرت الله ځاځي او د وقار سلام خیل اړوند پیښور زلمي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته شپې د افغانستان په وخت لس نېمي بجې راښکته کیږي.
تر دې مهاله په یاد تجارتي لیګ کې ۱۹، سیالۍ ترسره شوي چې د راشد اړوند لاهور قلندرز لوبډلې د ډیرو لسو نمرو په درلودلو سره د جدول لومړی مقام له ځانه سره لري.
د لاهور قلندرز تر څنګ اسلام اباد د اتو پوینټونو په درلودلو سره دوهم، پيښور زلمي لوبډله د د اتو امتیازاتو په لرلو سره سره درېیم، د نجیب اړوند کراچۍ کینګز لوبډله څلورم، ملتان سلطان پنځم او کویټه لوبډله په وروستي شپږم ځای کې قرار لري.