خبریال ویب پاڼه – ایا د شکر ناروغ د بورې پر ځای ګوړه کارولی شي؟
د شوګر ناروغان اکثرا د خوږو شیانو لپاره لیوالتیا لري او لیوالتیا یې ډېره زیاته وي. په هرصورت ، بوره د شکرو ناروغانو لپاره زهر ګڼل کیدی شي ، نو ګوړه هم د بدیل په توګه غوره انتخاب ګڼل کیږي.
البته چې ګوړه ډیری روغتیایی ګټې لري ، مګر ایا دا واقعیا د شکر د ناروغانو لپاره صحي انتخاب دی؟
ایا د شکر د ناروغانو لپاره دا د بورې څخه ډیره ګټوره ده؟
ګوړه یو دودیز ډول سویټینر دی چې د ګنی جوس په جوش کولو سره جوړیږي، نو له همدې امله دا په قوي حالت کې د بورې څخه لږ پاک دی او ډیری مهم عناصر لري ، پشمول پوټاشیم ، اوسپنه او کلسیم، هو مګر دا پدې معنی ندي چې خلک د وینې لوړ شوګر ناروغ ګوړه وخوري. دا ممکن ژیړ یا نسواري رنګ ولري چې صحي ښکاري، مګر دا د شکر ناروغانو لپاره غوره انتخاب ندی.
په ګوړه کې شوګر وي؟
هو بلکل په ګوړه کې په ډېره اندازه خوږوالی وي. ګوړه واقیعا له غذایت څخه ډکه خوږ سوغات دی. مګر د دې خوږ بدیل له 65 څخه تر 85 سلنه سوکروز لري، چې له همدې امله دا د شکر د ناروغانو لپاره ښه ندی.
د وینې د شکر د لوړېدو باعث کېږي
د ګوړه خوړلو سره په بدن کې د ننه د ګلوکوز په کچه ورته تاثیرات لري لکه څنګه چې د بورې خوړل. ډېری خلک فکر کوي چې د بورې پر ځای د ګوړې خوړل د دوی د وینې شکر د مستحکم ساتلو کې ګټور وي مګر همداسې تاثیرات لري کټ مټ لکه د بورې.