تازه پریکړه یو شمېرامریکايي ځواکونه افغانستان کې پاتیږي

خبریال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د امنیت د نشت له امله به یو شمېر هېوادونه کابل کې خپل سفارتونه وتړي پر همدې مهال دوی د امریکا سفارت لپاره هم اندېښنه درلوده

امریکا د کابل هوايي ډګر په هکله اندېښنې رفعه او د دې هوايي ډګر مسؤلیت یې ترکیې هېواد ته ورکړ چې له دې بې غمي وروسته اوس غواړي د خپلو سرتیرو یوه برخه افغانستان کې پریږدي.

راپورونه وايي چې د ټولو امریکایي سرتیرو وتلو وروسته به بیاهم ۶۵۰ امریکايي عسکر د ډیپلماټانو دخوندیتوب لپاره په افغانستان کې پاتي شي.

راپورونه وایي ترڅو چې د کابل هوایي ډګر مسؤلیت ترکیې ته سپارل کیږي  او د امریکايي ځواکونو د عمده برخې تر وتلو وروسته به بیاهم امریکايي ځواکونه افغانستان کې پاتي وي. دا امریکایان به تر هغو هلته وي ترڅو چې ترکیه په رسمي ډول د کابل هوايي ډګر د امنیت چارې پر غاړه اخلي.

له دې وروسته هم یو شمېر امریکايي ځواکونه پاتیږي؟

امریکا تراوسه هم د خپل سفارت د امینت په هکله ښکاره طرحه اوڅه نه دي ویلي او تر ډيره بریده په دې هکله ښايي ډیري اندېښنې هم موجودي وي خو نظریه دا ده چې امریکا به په حتمي توګه خپل پوځیان بیاهم افغانستان کې د خپل سفارت ساتلو لپاره پریږدي خو تراوسه پوري يې په دې هکله څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مي میاشت کې اعلان وکړ چې دوی به خپل سرتیري د سپټمبر پر ۱۱ نېټه ټول له افغانستانه وباسي چې په هکله یې په کور دننه امریکا او نورو هېوادونو کې غبرګونونه هم راپورته شول.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تاوتریخوالی اوج ته ورسید چې په هکله يې د افغان ولس ترڅنګ امریکایان هم اندېښمن دي د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی ښايي د یوه ستر بدلون لامل شي کله چې امریکایان له عراقه ووتل ورسره سم همداسې تاوتریخوالی زیات او د داعش ډله پیدا شوه چې ورسره سمدلاسه بیرته امریکايي ځواکونه عراق ته ولاړل او هلته یې د دې هېواد له حکومت سره په جګړه او نورو برخو کې مرسته وکړه ترڅو حالت سم او هلته اوس هم میشت دي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More