زابل کې له وسلو ډک د پوځ شپږم کنډ هم طالبانو ته وسپارل شو

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د زابل مرکز کلات څخه بیرون یو بل لوی کنډک چې د دې ښار او سیمې په امنیت کې يې حیاتي رول درلود له وسلو ډک وسلوالو طالبانو ته بغیر له کومې نښتې او جګړې سپارل شوی.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې د کمپ مسعود په نوم د ملي اردو دا لوی مرکز تیر ماخستن د یوه جوجاړي په شکل طالبانو ته سپار شوي چې په ویډیو او انځورونو کې طالبان او افغان سرتیري یوځای مالومیږي او دا سرتیري طالبان تر کلاته بدرګه کوي.

تر دې وړاندې هم ورته پیښي د دې ولایت شنکۍ، شاجوی، شملزو، سیوري او نن د شپږم کنډک سرتیرو هم داسې وکړل  چې د کمپ مسعود په نوم دا لوی پوځي مرکز په درنو او سپکو وسلو سمبال طالبانو ته پرېښودل شو، د دې کمپ په سپارلو سره د زابل ټولې سیمې او ولسوالۍ سقوط او د دولت  له واکه ووتلې خو تراوسه یوازي کلات مرکز او شهري صفا د دولت په لاس کې ده.

دولت د دې بدو پیښو په وړاندې یوازي  چوپتیا غوره کړې او هیڅ يې هم نه دي ویلي او نه يې هم سیمه ییز امنیتي چارواکي څه وايي د دې ولایت اوسیدونکي وايي که چیري حالت داسې دوام وکړي نو ولایت به هم ژر سقوط شي.

تر دې وړاندې د سیوري او شنکۍ ولسوالیو کې د پوځ ډیر لوی مرکزونه په وسلو سمبال له لکونو مهماتو سره طالبانو و سپارل شول د افغان ولسمشر مرستیال امرالله صالح کله چې شنکۍ طالبانو ته وسپارل شوه خواشیني څرګنده او دا يې یو استخباراتي راز وباله او د بیان ازادۍ څخه په استفاده يې د داسې خبرونو د نشر او نه څېړلو غوښتنه وکړه.

تراوسه پوري د افغانستان د ولایتونو تر سل زیاتي ولسوالۍ طالبانو یوازي په یوه میاشت کې نیولې او نژدې هره ورځ له یوې څخه تر پنځه ولسوالیو نیسي د طالبانو د دې پرمختګ له امله د دولت په هکله خطرناکه وړاند وینې هم شوې او ویل شوي چې  ښايي دولت په روانو شپږو میاشتو کې سقوط وکړي چې تراوسه پوري دا راپورونه رد شوي او دولت ویلي له لاسه وتلې ولسوالۍ بیرته نیسي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More