تازه بغلان او کندوز کې امریکايي ځواکونو پر طالبانو بریدونه کړي
خبریال ویب پاڼه/ امریکايي ځواکونو د مي له لومړیو وروسته وویل چې دوی نور له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ پای ته رسوي خو د اړتیا په صورت کې به پر طالبانو بریدونه کوي.
فاکس نیوز د پنټاګان له یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي چې امریکايي ځواکونو د خپلو ټولو ترسره شویو هوکړو خبرو باوجود هم تیره ورځ په کندوز او بغلان ولایتونو کې پر طالبانوباندې هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینه وايي چې دا هوايي بریدونه چې په یادو ولایتونو کې پر طالب وسلوالو شوي د بې پیلوټه الوتکې بریدونه وو، چې طالبان پکښي په نښه شوي دي.
که څه هم د طالبانو له لوري د امریکا داسې عملونه د دوحې هوکړې خلاف کار بلل شوی خو امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د اړتیا په صورت کې به پرې بریدونه کوي.
امریکا پر داسې مهال پر وسلوالو طالبانو باندې دا بریدونه په دوه نا امنه ولایتونو کندوز او بغلان کې کوي چې د دې ولایتونو ترڅنګ د افغانستان په زاتو ولایتونو کې دا مهال د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې روانې دي،چې پرمهال يې د افغان دولت له لاسه لسګونه ولسوالۍ وتلې او لاهم هره ورځ د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي.
د امریکايي ځواکونو بریدونه به دوام پیداکړي
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن ویلي چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی هیڅ د منلو وړ نه دی ځکه چې هره ورځ د جګړو راپورنه ورکول کیږی تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي ځواکونو او دفاع يې وزارت يې ویلي وو، چې ښايي چې وروستی تاوتریخوالی د سرتیرو د وتلو برخه کې ځند رامنځ ته کړي او حتی نورو امریکايي چارواکو ګواښ وکړ که چیري حالت داسې روان وي ښايي چې امریکايي ځواکونه بیرته افغانستان ته وګرځي او د امنیت په تامین کې مرسته وکړي، خوکه چیري حالت همداسې دوام پیداکړي نو حتمي ده چې یوګام به اخیستل کیږي ځکه نو له دې حالته خلک او نړیواله ټولنه ستړې ده.
تراوسه پوري دولت نه دی توانیدلی چې د خراب امنیتي وضعیت د ښه کولو په برخه ښه رول ولوبوي او حالت ښه کړي