صالح: بایډن زموږ د ملګري په توګه سپینه ماڼۍ کې دی

خبریال ویب پااڼه/ د افغان ولسمشر امریکا ته د وروستي سفر یو ګډونوال امرالله صالح هم وو، چې د ۲۱ کسیز لوړ پوړي پلاوي غړی او امریکا ته په دې سفر کې له ولسمشر غني سره ولاړی.

که څه افغان ولسمشر او نورو هم امریکا ته ترسره کړی سفر ښه ارزولی خو امرالله صالح يې په دې هکله تازه څرګندونې کړې او ویلي یېدي چې د دوی سفر ډیر زیات بریالی وو.

امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي چې د دوی سفر له لاسه ته راونو ډک وو، او بایډن په سپینه ماڼۍ کې د افغانانو د ملګري په توګه هلته شتون لري.

ده د تړلو دروازو شاته د افغانستان دوستانو امریکایانو سره يې اوږدې خبرې لرلې دي او امریکایانو ژمنې کړې دي چې دوی به په بیلو برخو  کې د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ لپآره کار وکړي.

ده د افغانستان او امریکا ترمنځ  د نوي پیل او فصل پربنسټ د اړیکو خبر ورکړ او هیلې يې څرګنده کړه چې په دې برخه کې به لا نور پرمختګونه هم رامنځ ته کیږي.

ویل کیږي چې د افغان ولسمشر د دې سفر په لړ کې امریکا له افغانستان سره د ۳،۳ میلیارده ډالرو د مرستې ترڅنګ د دوامدارې همکاري او امریکا له افغانستان سره  د پاتي کیدلو ژمنه ورکړه.

افغان ولسمشر په نورو بیلابیلو لیدونو کې چې په امریکا کې يې ترسره کړي د افغان ځواکونو لپاره د مرستو او تجهیز او همدارنګه د دوامدارو مرستو ژمنې پیدا کړې.

که څه هم افغان ولسمشر وایي چې د ده سفر خورا بریالی وو، خو شنونکي د اشرف غني سفر دې هېواد ته د تکراري ژمنو بیاځلي بولي او ویلي یې دي چې امریکا تر دې وړاندې هم دا ژمنې کړې وې او دا دی د اشرف غني په سفر کې يې بیا وکړې.

دوی وايي د اوسني حالت څخه د افغانستان د ایستلو مسله په اوس حالت کې تر ټولو مهمه ده او باید ورته پاملرنه وشي ځکه چې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او خلک يې په اندېښنه کې اچولي دولت که څه هم هره ورځ نارې وهي چې د حالت د ښه کیدلو  لپاره یو څه کوي خو داسې مالومیږي چې تر اوسه د یوڅه کولو پلان نلري

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More