The news is by your side.

اشرف غني او طالبانو ولس ته تر ټولو زيات زيان رسولی

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان اوسني حالت ته په کتو تر ټولو لوی او ستر زيان عام ولس ګالې هر لوري ددې ولس په سر سودا کړي، اشرف غني ددې ولس پر سر ، ددې ولس پر مټ د پاچاهۍ ، واک او ځواک خاوند شو همداسي نور چورواکي چې مخکي په به يې په ۳۰۰ افغانۍ په پښيور او کوټه کې ټوله ورځ سخت کار کاوو اوس د ميلينونو افعانيو، بلډوينکو ، سترو سترو کورونو او باډيګادرانو خاوندان شول. ډالر يې وليدل، په مياشت کې دوه ځله دوبۍ، هند ، تاجکستان او نورو هيوادونو ته د عياشۍ او فحاشۍ لپاره ځي.

هره پروژه خپل ملکيت کڼي ، ولايت ، وزارت ، او ارګ خپل خصي ملکيت بولي بل څوک يې وړ او لايق نه دی په ټول افغانستان کې يوازي همدا دوی او ددوي خپلوان د دندو او پروژو او بستونو وړ او لايق دي.

بس څه هره نا دوده چې کيږي همدا چارواکي يې تر سره کوي چې د ولس په سر ختلي د ولس پر مټ تر پارلمان ،.وزارت او ريات تر کچې رسيدلي خو بيرته پر دې ولس ملسط دي غوښي يې، وينې يې زبښي، د خاورې او وطن په سر سودا کړي ده.

بل همدا طالبان ټيک همداسي کارونه کوي ته وايې د پنجاب لښکر دی ، د رسنجيت سينګ لښکر دی او د افغانستان په ابرو او عزت پسي يې را اخيستي د پنجاب په امر هرڅه يې تلا ، وران، ويجاړ او چور کړل اوس هم لا په همدې ورانيو لګيا دي.

بلو پلو طالبان چې د ولس په جنده پايې د ولس په په خوراک شوخند وهي خو بيرته په همدژ ولس مسلط دي ، ړدې ولس لاره ، پل، پلچک ، مکتب ورانوي ،له علم ، سواد او رڼا څخه يې مخنوي کوي.

همدا طالبان دي چې ټوله ورڅ د خلکو په کورنو کې تشيږي او ډک کيږي، دا خو معلومداره خبره ده چې طالبانو دا شل کاله نه خپله اشپزخانه جوړه کړه نه يوه خپلو جنکياليو ته د خوراک ، څښاک کوم بندوبست کړی ، بس همدا عام ولس دی چې ددې د خلکو ته ډوډۍ ورکوي، د خوراک ،څښاک ، او هر څه ددې غريب ولس په غاړه دي ، په زوره او زبردستي يې ترې غواړي که يې څوک ور نه کړي سبا ته يې په يوه او بله بهانه تورنوي او او ډير وحشت او دهشت يې وژنې شهيدوي يې.

هغه ولس چې د پولۍ ټک ناست دی ، د ماښام ډوډۍ لري خو د سبا لپاره بيا څه نه لري. په يوه مړۍ ډوډۍ پسي نورو هيوادنو ته ځي سل او زر خطرونه په ځان مني، څوک په سمندر کې ماهيانو وغواړه څوک په غرونه کې ورک او د حيوانات خوراک شول ، څوک د زندانونه او سل بدبختيو ښکار شول.

طالب ځانته ددې وطن اصلي واکدار وايې خو په ټول افغانستان کې يې يوه لويشت سرک نه دی پوځ کړی په ټول افغانستان کې روغتون ، مکتب ، پوهنتون او داسي نور توکي نه دي جوړ کړي بلکي ددې پر ځای چې جوړ يې کړي لا يې وران کړي له منځه يې وړي.

اوس تاسو ووياست ولس ته د کوم يوه خير رسيدلی؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.