The news is by your side.

پاکستان اسامه ته شهید وایي نو موږ به ورته څه یو!؟

خبریال وېب پاڼه/د پاکستان د قومۍ اسامبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستن ریاست د ترهګرو پالونکی وباله او زیاته یې کړه چې له پي ټي اېم سره یې تل د مذاکرانو په نو مدوکه کړې ده.

وروسته له هغه چې پاکستاني ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړه، محسن داوړ د یوه پرېس کانفرانس له لارې وویل چې دوی تل مذاکراتو ته چمتو وو، خو په وینا یې هر ځل ریاست له دوی سره دوکه کړې ده او ګڼ شمېر پښتانه یې وهلي، زنداني کړي او یا یې په شهادت رسولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د یوه پرېس کانفرانس له لارې پاکستاني ریاست ته په اشاره وویل چې دوی تل مذاکراتو ته چمتو وو خو ریاست یې د هر ځل مذاکراتو په جریان کې له دوی سره دوکه کړې ده او د ترهګرۍ لمن یې نیولې ده.

منظور پښتین د پریس کانفراسن له لارې په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل چې دوی د پاکستاني ریاست پر وړاندې تل د مذاکراتو کولو لپاره د هو سر خوځولی خو په ځواب کې یې ریاست له کرکې او وژنې پرته بل څه نه دي ورکړي.

د پي ټي اېم مشر منظور په اسلام آباد کې یوې غونډی ته په وینا کې وویل، په پښتونخوا او بلوچستان کې خلک وژل کېږي، لادرکه کړل کېږي او زورزیاتې ورسره کېږي او بې کوره کړل شوي خلک له ستونزو سره مخ دي خو په ورته وخت کې حکومت د خبرو کولو بلنه راکوي چې په وینا یې داسې په تېر کې هم ورسره شوي دي چې دوی ته د منلو وړ نه دي.

محسن داو د یوه پنجابي خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ولې افغانستان ته د تګ پر مهال پاکستان په ترهګرۍ تورن کړ، وویل:

((همدا څو ورځې مخکې عمران خان د ترهګرې القایدې ډلې مشر د وژلو لپاره د شهید نوم وکاراوه، هغه چې له سیمې سربېره ټوله نړۍ یې د ترهګرۍ شاهده ده، نو تاسې له همدې نه اندازه ولګوئ چې پاکستان د ترهګرۍ چلولو او ترهګر پالنې څومره لوی ماشین دی؟))

په دغې کانفرانس کې علي وزیر هم برخه لرله، نوموړي وویل تر څو چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهونه بنده نه کړي، موږ نه په امن کېږو. ښاغلي وزیر زیاته کړه چې زموږ کوزو او برو پښتنو امنیت له یو بل سره لازم او ملزوم دی چې په وینا یې پاکستاني ریاست هېڅکله داسې نه غواړي.

شنونکي وایي چې پاکستان به هېڅکله له پښتنو سره حقیقي مذاکرات ونکړي او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لوی افغانستان پراته پښتانه به هېڅکله هم په امان پرې نه ږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.