The news is by your side.

افغانستان او نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا ناروغٌۍ دویمه څپه د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تر لومړۍ هم ښايي خطرناکه سي ځکه له یوې خوا هوا یخه ده او له بلې خوا خلک ورسره بې پروا دي

په ټوله نړۍ کې په کرونا د ککړو کسانو شمېر تر ۶۳ میلیونه کسانو وا وښت او لاهم هره شېبه دغه شمېره مخ پر زیاتیدو ده د روغتیايي راپورونو له مخې تر دې شېبې ۱۴لکه ۶۵زره ۱۶۳ کسان دې ناروغۍ وژلي چې لاهم هره شېبه دا شمېره زیاتیږي

د مالوماتو پر اساس تراوسه پوري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاهم د دې امکان سته چې کرونا ناروغي په خپله دویمه څپه کې زیات انسانان مبتلا کړي

تراوسه پوري له کرونا څخه تر ۴۳ میلیونه زیات کسان جوړ سوي هم دي امریکا د نړۍ د هغه هېوادونو په کتار کې لومړی ځای لري چې په کرونا ناروغي باندې يې ډیر کسان مبتلا سوي تراوسه پوري  په دې هېواد کې ۱۳ میلیونه کسان په کرونا اخته سوي چې د مړو شمېر يې ۲لکه ۷۳ زره کسانو څخه زیات سوی له امریکا وروسته په دویم او دریم ځای کې هند او برازیل کرار لري

افغانستان کې هم د هوا په یخیدلو سره یوځل بیا د کرونا د مبتلایانو شمېر زیات سوی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا دویمه څپه به د لومړۍ په پرتله څلور برابره زوروره وي هغوی له خلکو د پاملرنې غوښتنه کړې په افغانستان کې د کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۴۶ زره کسانو اوښتی چې تراوسه يې ۱۷۶۳ کسان وژلي هم دي

روغتیايي کارکوونکي وايي چې د هوا په یخیدلو او د خلکو د بې پروايي او نه پاملرنې له امله ښايي د هرې ورځې په تیریدلو سره د کرونا ناروغي نوره هم خطرناکه سي ځکه خلک په هیڅ ځای کې روغتیايي سپارښتنې په نظر کې نه نیسي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.