The news is by your side.

هیدر بار: افغانستان کې د ښځو لپاره شرایط په سختېدو دي

خبریال وېب پاڼه: د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار وایي، افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط ورځ تر بلې په سختېدو دي.
نوموړې د ډسمبر لسمې په مناسبت، چې د بشري حقونو له ورځې سره برابره ده ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د نمانځنې لپاره هیڅ هم نشته.
هغې ویلي، طالبان خپلو افراطي مقرریو ته په شدت دوام ورکوي او افغانستان کې ورځ په ورځ بشري بحران پراخیږي.
افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو او د ښځو پر وړاندې د وضعیت سختېدو په تړاو داسې مهال اندېښنې زیاتیږي، چې قطر همدا نن هم د کابل په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه دی، چې د اجنډا غوښنه برخه یې د افغان ښځو د زدکړو او کار په تړاو ده.
پر کابل د طالبانو له بیا ولکې وروسته، افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
طالبان تل وایي، چې دا یې یوه لنډمهالې پرېکړه ده، خو تر دوه کالو زیاته موده وشوه، چې په دې اړه هیڅ مثبت ګام نه پورته کوي.

ځواب ورته ورکړئ‌