نصیراحمد فایق: د افغانانو اساسي حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې شوي
خبریال ویبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، طالبانو له دوو کلونو راهیسې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په ګډون له اساسي حقونو او ازادۍ څخه په «ښکاره» سرغړونه کړې ده.
فايق دغه څرګندونې د يکشنبې ورځ، د لیندۍ په ١٩مه د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت کړې دي.
هغه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي: «د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې ۷۵مه کلیزه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د طالبانو رژیم له خوا د افغانانو مدني حقونو په ګډون، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په «ښکاره» توګه تر پښو لاندې شوي او له دوو کلونو راهیسې د تعلیم او کار له حق څخه بې برخې دي.»
فایق زیاته کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو د ژوند، ازادۍ، شخصي امنیت او خصوصي حریم هېڅ ډول قانوني خوندیتوب نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم ویلي، چې د افغانستان خلکو څلوېښت کلنې جګړې او له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې زغملي دي.
د هغه په وينا، څه باندې يو کال کېږي چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو او داعش د جرمونو په هکله خپلې څېړنې بيا پيل کړې دي.