د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ خو افغانستان کې لاهم د خلکو حقونه تر پښو لاندې دي
خبریال وېب پاڼه: دبشري حقونو نړیواله ورځ سږکال په داسې حال کې را رسیږي، چې اوس مهال په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي.
د بیان ازادي، پر رسنیو سانسور، د ښځو دکار او زده کړو حقونه، په حکومت داري کې ټولو ته نه ورکړه، په خپله خوښه د مشر ټاکل او ګڼ نور بشري حقونه هغه څه دي چې له افغانانو څخه اخیستل شوي.
که څه هم طالب چارواکي په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مسائل ردوي؛ خو نړیوال راپورونه ښيي چې اوس مهال د طالبانو له لوري د خلکو شکنجه او د هغوی حقونه تر پښولاندې کول په شدت سره دوام لري.
د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ۲۰۲۳م کال د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو د حکومت له خوا د نیونو او تر هغې وروسته د بشري حقونو د سرغړونو له ۱۶۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي؛ خو طالبانو دا ټولې رد کړې دي.
په خپل سر د افغانانو نیول، ځورول او شکنجه کول بیا هغه څه دي، چې ټول نړیوال اندېښمن کړي دي.
څو دوه ورځې وړاندې یوناما هم په دې اړه اندېښنه ښوودلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د زدکړو او کار د حقونو ورکړې په اړه ناسته روانه ده.
که څه هم تر دې وړاندې هم ګڼې نړیوالې ناستې شوې، خو د طالبانو په دریځ نرمولو کې یې چندان مثبت تغییر نه دی راوستی.